د سمندري طوفان "بايپر جوای" پاکستان ته د رالنډیدو سره سم د سیند حکومت د ممکنه تباهۍ د مخنیوي اؤ خلکو سره په وخت د مرستو لپاره د پوځ خدمات ترلاسه کړي خو وزیراعظم شهباز شریف هیله ښودلې ده چې د ولس په مرسته به په وضعیت قابو وموندل شي.
د موسمیاتو محکمې په سمندر کې د راپورته شوي دې طوفان په اړه تېره ورځ خپل 14م خبرداری خپور کړی اؤ ویلي یې دي چې اوس کراچۍ ته د دې طوفان په رارسیدو کې یوازې 550 کلو میټره فاصله پاتې شوې ده.
همدا شان د سیند صوبې د بدین سیمې نه دا سمندري طوفان په 530 اؤ د اورماړه سیمې نه په 650 کلومیټره فاصله ښودل شوې دی.
پاکستاني رسنۍ وایي د سمندري طوفان "بايپر جوای" د بدو اغېزو نه د بچ کیدو اؤ مخکې له مخکې د حفاظتي ګامونو پورته کولو په غرض تېره ورځ د سیند صوبې د وزیراعلا په مشرۍ د لوړې کچې یوه غونډه شوې چې په کې د پوځ، رینجرز اؤ پولیس مشرانو ترڅنګ د بیلابیلو محکمو مشرانو اؤ لوړ پوړو چارواکو برخه درلوده.
په دغه غونډه د سمندري طوفان د بدو اغېزو نه د بچ کیدو لپاره حفاظتي تګلاره تیاره کړل شوې اؤ هم د پوځ خدمات ترلاسه کړل شوي.
رسنۍ وایي چې پوځي ځواکونه د سول انتظامیې د مرستې په موخه دحیدراباد، بدین اؤ د کراچۍ د ملیر کیټ سیمو نه هغو سیمو ته روان شوي دي چې د سیلاب په مهال یې په ممکنه توګه د زیات اغېرمن کیدو احتمال ښودل شوی دی.
د ایکسپریس رسنۍ د رپورټ له مخې د سیند د ټهټې،سجاول اؤ بدین د سمندر د غاړې سیمو نه به لږ ترلږه 90,000 کسان خوندي سیمو ته ویستل کیږي چې په دې کې به پوځ د سول انتظامیې سره کومک کوي.
په کراچۍ کې د 40 نه زیاتې داسې ودانۍ په ګوته کړل شوي چې په سمندري طوفان کې ورته د زیان رسیدو اندېښنې ښودل شوې دي.
پي ډي اېم اې تمه څرګنده کړې طوفان به د 14 جون د سهار پورې شمال پله لاړ شي او ختيځ پله به مخه بدله کړي او د 15 جون د ماسپښين پورې به د جنوب ختیځ سيند صوبې او د هند د ګجرات ساحل ته په شدت سره ورسي.
په کراچۍ کې د موسمياتو د محکمې مشر سردار سرفراز د وي او اې ډیوه خبریال فضل عزیز ته ویلي، دا وخت طوفان په سخت زور کې دی او زياته یې کړه، هيله ده چې ساحل ته د رسېدو پورې یې زور کم شوی وي، خو د سمندر د اوچتېدو او بارانونو ورېدو امکانات موجود دي.
د سيند صوبې وزيراعلا مراد علي شاه ويلي، "خطرې موجودې دي چې طوفان د سيند صوبې د پولې سره وتمبيږي، او که ونه تمبيږي هم نو د سختو بارانونو خطره ده او سمندري اوبه د اته نه تر لس فټه پورې اوچتېدی شي".
مطبوعاتو سره په خبرو کې هغه وويل "د سيند صوبې سجاول به ډېره اغېزمنيږي، ټهټه، بدين، عمر کوټ، حېدر اباد، کراچۍ او خواوشا سيمې د سختو بارانونو سره مخ کېدی شي".
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف تېره ورځ پخپل یو ټویټ کې لیکلي دممکنه سمندري طوفان په اړه یې دسیند وزیراعلا سید مراد علي شاه سره تماس نیولی دی اؤ د وزیراعلا په مشرۍ کې چې دسیند حکومت کوم ګامونه اخستي هغه د ستایلو دي.
شهباز شریف لیکلي مرکزي حکومت دسیند حکومت ته له خپل لوري د هر رقم مرستې باور ورکړی دی اؤ "انشاء الله مونږ به د ولس په مرسته په دې صورتحال قابو بیامومو"
سمندري طوفان داغېزو په نظر کې نیولو سره دسیند حکومت د ټولو ضلعي افسرانو اؤ ملازمانو رخصتۍ هم منسوخ کړي اؤ دکراچۍ دسمندر په ګډون یې ټولو ساحلي ضلعو کې د کنټرول رومونو جوړولو امر کړی دی.
د دې ترڅنګ په سیند کې د صحت محکمې له لوري دهسپتالونو مشرانو ته هم دبیدار اوسیدو وینا شوې ده اؤ هم ټولو ډپټي کمشنرانو ته د مرستندویه کمپونو دلګولو لارښوونه شوې ده.
ي ډي اېم د ساحل په غاړه خلکو ته د ژورو علاقو نه د وتلو، د ضروري او بجلۍ د څيزونو چارج کولو، د مطبوعاتو او ټولنيزو رسنیو د لارې د معلوماتو ترلاسه کولو ويلي دي.
ویل شوي د طوفان په مهال دې خلک ځانونه خوندي ساتي، په کورونو کې دې بجلي او ګېس، دروازې او کړکۍ دې بندې ساتي، د طوفان له امله بجلي بندېدی شي ځکه اضافي بېټرۍ دې ځان سره وساتي، د اور لګېدو د خطرې له امله دې موم بتي نه بلوي.
او د طوفان وروسته دې د چارواکو لخوا د سيمو خوندي ګرځولو پس بيرته ستانه شي، اغېزمنو ودانيو ته دې نه ځي، د بجلۍ د ماتو ستنو او تاروانو څخه دې په ډډه اوسي او د ممکنه صحت د خطرو نه دې ځان خبر ساتي.