لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پارلیمان د 9 مې پېښو کې د لاس لرونکو پرضد پوځي عدالتونو کې زر تر زره د کارروایۍ قرارداد منظور کړی


د پاکستان قامي اسمبلۍ د نهم مې پېښو کې د ککړو کسانو پرضد پوځي عدالتونو کې زر تر رره د مقدمو چلولو قرارداد منظور کړی دی.

په قرارداد کې غوښتنه شوې ده چې د نهم مې پیسو کې د ککړو کسانو پرضد دې د پوځي قوانینو په اساس کاروایي پرمخ بوتلل شي اؤ د کارروایۍ په مهال دې د انساني حقونو خیال وساتل شي.

دغه قرارداد د ګل یا دوشنبې په ورځ د هیواد ددفاع وزیر خواجه اصف پارلیمان ته وړاندې کړی چې په ګډ ډول یې منظوري ورکړل شوې ده.

قرارداد کې ویل شوي چې یو سیاسي ګوند اؤ د هغې مشر په نهم مې تر ټولو حدونو تېر شوی، ایین اؤ قانون یې مات کړی اؤ‌ په پوځي تنصیباتو یې بریدونه کړي دي چې له دې امله ریاستي ادارو اؤ ملک ته نه سرکیدونکی زیان اوښتی دی.

د قرارداد په متن کې ویل شوي چې په دغو پېښو کې د ککړو کسانو پرضد دې د ایین اؤ قانون له مخې کارروایي سرته ورسول شي اؤ په دې کارروایۍ کې دې د یوې ورځې ځنډ هم رانه وستل شي.

په نهم مئ دپاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ پرضد د هغه دګوند پلویانو ګرد هیواد کې د قهره ډک احتجاجونه کړي وؤ اؤ په دغه مهال دولتي ودانیو اؤ پوځي تاسیساتو ته اورونه لګول شوي وؤ.

د دغو پېښو په تړاؤ پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند ګڼ شمیر مشران اؤ پلویان نیول شوي اؤ حکومت اعلان کړی دی چې داړي ګړي پېښو کې د ککړو کسانو پرضد به پوځي محکمو کې مقدمې چلولی شي خو د بشري حقونو نړیوالو تنظیمونو پوځي محکمو کې د عامو وګړو پرضد په مقدمو چلولو اندېښنې ښودلي دي.

پارلیمان نه په منظور شوي قرارداد کې ویل شوي چې ټوله نړۍ کې په پوځي تنصیباتو دبرید کوونکو پرضد دکارروایۍ واک د پوځونو سره وي ځکه نو پاکستان کې دترسره شوؤ دې بریدونو د ذمه وارو خلاف دې هم دپاکستان پوځي قانون 1952 په اساس کارروایي وکړل شي اؤ ورته دې سزاګانې ورکړل شي.

تر دې وړاندې پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي، هغه داسې ګڼي چې پاکستان کې پوځي عدالتونه دده لپاره فعال کړل شوي دي اؤ حکومت دنهم مې دپېښو په پلمه دهغه ګوند ختمول اؤ دانتخاباتو نه تېښته کول غواړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر راناء ثناء الله هم تېره اوونۍ د جیو ټي وي یو پروګرام کې ویلي وؤ چې د عمران خان پرضد به راتلونکو دوؤ دریوؤ اوونیو کې د نهم مې د پېښو په اساس کارروایي پیل کړل شي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاکستان د پوځي کمانډرانو د کانفرنس نه وروسته دپوځ د مطبوعاتي څانګې آی اېس پي ار په اعلامیه کې ویلي شوي وؤ ،وخت راغلی دی چې د ریاست اؤ ریاستي ادارو پرضد دسیاسي موخو په اساس دنفرت خورولو اؤ بغاوت دمنصوبې جوړونکو پرضد باید ګیره تنګه کړل شي.

عمران خان دریځ لري چې په نهم مئ چې چا ودانۍ سوځولې دي د هغوي ټولو پرضد ګامونه اخستل په کار دي خو له دې وړاندې باید د دغو پېښو بې پلوه پلټنې وشي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG