لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي روس نه د راسیدلو تیلو پیسې یې دچین په کرنسۍ کې ورکړې دي


د پاکستان لخوا روس نه د اخستل شوؤ خامو تیلو وړومبۍ جوپه اتوار/یکشنبې په ورځ د پاکستان کراچۍ ښار ته رسېدلې اؤ د پاکستان د پټرولیم وزیر مصدق ملک ویلي چې د دې تیلو پسې روس ته د چین په کرنسۍ "یو ان" کې ورکړل شوې دي.

مصدق ملک وي او ای ویلي دي چې ډیر زر به د اذر بایجان نه په ارزان نرخ ګیس (ایل این جي) هم پاکستان ته راتلل پیل شي.

مرکزي وزیر د وایس اف امریکا ډیوه د خبریالې ارم عباسي سره خبرو کې ویلي پاکستان کې څومره خام تیل برامد کوي د روس نه راغوښتل شوي تیل د هغې اتلسمه یا شلمه برخه جوړیږي چې پاکستان یې په ارزانه بیعه ترلاسه کوي خو دهغه د تیلو د دې تړون نور هیڅ جزییات نه دي ښودلي.

پاکستان کې عام تاثر دا دی چې د روس نه د تیلو راتلو څخه وروسته به پاکستان کې دتیلو بیعې راغورځیږي اؤ حکومت هم دا دعوه کړې ده.

مصدق ملک ویلي دوي (پاکستان) د روس دمخلتفو مقاماتو نه راوتلي تیل په تجرباتي توګه صفا کړي دي اؤ د دې په پاکولو کې هیڅ رقم زیان مخې ته نه دی راغلی.

هغه ویلي، باور لري چې په کاروباري توګه د دې تیلو خرڅون کې به هیڅ خنډ رامخې ته نه شي.

د اتوار په ورځ د روس په تیلو بار 183 میټره اوږد د روس سمندري جهاز دکراچۍ بندرګاه ته رارسیدلی ؤ چې د روسیې نه داخستل شوؤ خامو تیلو 47زره میټرکه تیلو وړومبۍ جوبه یې پاکستان ته رارسولې ده.

اوړمه ورځ‌ پخپل یو ټویټ کې د پاکستان وزيراعظم د روس څخه په تېلو رارسېدو د خوښۍ څرګندونه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې د قام سره کړې ژمنه یې پوره کړې ده.

شهباز شریف په ټویټر ويلي، ننۍ ورځ به د تاريخي بدلون په توګه يادول کيږي او زياته کړې یې ده خوشالۍ، اقتصادي پرمختيا، سلامتۍ او په کم لګښټ د تېلو ورکولو دپاره یې لومړی او مهم قدم اوچت کړی دی.

نوموړي ويلي، د روس څخه د تېلو راغوښتل د دواړو ملکونو ترمنځ په اړيکو کې د نوي باب پېل دی.

پاکستاني رسنيو خبر ورکړی چې راتلونکې اوونۍ کې به د 50000 مېټرک ټنه څخه زياته بله دتیلو جوپه هم کراچۍ ته راورسیږي.

تېر کال د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار د روس څخه په رعايتي نرخ د تېلو اخستو ويلي وو.

هغه ويلي وو، د پاکستان ګاونډي هند هم هم د روس نه تېل اخلي ځکه پاکستان ته هم د دې موقعې نه ګټه پورته کول پکار دي.

امریکا کې دپاکستان سفیر دا اندېښنې رد کړي دي چې ګنې روس نه دتیلو په اخستو به دپاکستان اؤ امریکې ترمنځ د وړاندې نه دتناؤ ښکار اړیکې نورې هم زیانمنې شي.

داپریل میاشت کې د واشنګټن په ولسن سینټر کې یوې دستورې ته خپله وینا کې دپاکستان سفیر مسعود خان ویلي وؤ "مونږ روسیې نه دتیلو راغوښتو وړومبی ارډر ورکړی دی اؤ دا ګام مو امریکې سره له مشورې وروسته اخستی دی،دواشنګټن اؤ اسلام اباد ترمنځ دې لړ کې هیڅ غلط فهمۍ نشته"

داپریل میاشت کې د پاکستان په دې پریکړه خپل غبرګون کې دامریکې دخارجه محکمې مرستیال ویاند ویدانت پټيل ویلي وؤ هیوادونو ته به په خپلواکه توګه خپلې فیصلې کول وي امریکې کله هم هڅه نه ده کړې چې د روس تیل دمارکیټ نه بهر وساتي.

(دې رپورټ کې ځینې معلومات د وي او ای اردو نه اخستل شوي دي)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG