لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان:دناموس په نوم پلار خپله لور اؤ یو بل تن وژلی


د بلوچستان په نصیر آباد سيمه کې دغیرت په نوم یو پلار خپله لور اؤ یو بل تن وژلی اؤ پولیس وایي له پېښې وروسته یې دغه تن نیولی دی.

دپولیسو له مخې دا پېښه دنصیر اباد په ګوټ سالار خان مجنهو سیمه کې رامنځته شوې،چرته چې دعبداللطیف کټبار په نوم یو تن پخپله لور اؤ یو بل تن مهردل کټبار باندې ناتاره ډزې کړي اؤ هغوئ یې وژلي دي.

دمنجهوشوري پولیس تاڼې سرچینو رسنیو ته ویلي د وژل شوې جینۍ پلار شک لرلو چې دهغه لور دمهردل کټبار نومې تن سره ناجائزه اړېکې لري اؤ په غصه کې یې دخپلو ملګرو په مرسته پخپله لور اؤ دغه بل تن باندې ناتاره ډزې کړي دي.

پولیس وایي په ډزو کې د وژل شوؤ دواړو کسانو مړي یې له قانوني کارروایۍ وروسته دهغوئ کورنیو ته سپارلي اؤ په ډزو کې ککړ تن عبداللطیف کټبار یې سره د وسلې نیولی دی.

په کوټه کي د ښځو د حقوقو دپاره په مبارزه دبوخت غير دولتۍ سازمان عورت فاونډيشن صوبائۍ مشر علاؤ الدین غلجي وایي تیرکال په بلوچستان ایالت کې ۵۱ کسان د غیرت په نوم اؤ دکورني تشدد پېښو کې وژل شوي چې په دې ۳۳ ښځې اؤ ۱۸ سړي شامل دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې دعورت فاونډیشن صوبایي مشر ویلي زيا تره ښځې دغیرت په نوم د خپلوانو لکه ميړه ،وروڼو یا دپلارانو لخوا وژل کیږي.

په بلوچستان کي عورت فاونډيشن وايي '' د غيرت په نامه وژنۍ د سندهـ سره په پوله په څلورو ضعلوکي زیاتې دي چي ډيره د اندېښنې خبره ده.

دښاغلي غلجي په وینا “په ښه توګه ددې مخنيوي کيدای شي،د نوي قانون له مخه ددې سزا ډيره سخته ده خو خلګ په دې خبر نه دۍ ''

هغه وویل که دکورني تشدد په ضد جوړ شوی قانون په سمو معنو کې عملي کړل شي نو ددې لارې دغیرت په نامه د وژنو اؤ د کورني تشدد دپېښو مخه هم تر ډيره حده نیول کیدای شي.

څېړونکي وایي په هیواد کې په ۲۰۱۴ کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی له منځه وړلو لپاره قانون جوړ شوی ؤ، مګر د ا قانون عملي شوي نه دۍ ځکه د تاوتریخوالي پیښې ډیری راپورکیږي.

د نګ او ناموس په نوم د وژنو مخنیوي لپاره د ښځو دحقونو غير دولتي مؤسسې عورت فاؤنڈیشن ۲۵م نومبرڅخه ۱۶ ورځنی کمپاین هم کړۍؤ،

دغه سازمان له حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې د بلوچستان په شمول په نورو صوبو کې دي هم د ښځو دحقونو دپاره کمیسیون پرانستل شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG