لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ارشد شريف د وژنې د قضیې اورېدنه د يوې مياشتې پورې ځنډول شوې


په کينيا کې د وژل شوي پاکستاني جرنلسټ ارشد شريف د قضيې اورېدنه د چیف جسټس عمر بنديال په مشرۍ د سپريم کورټ پينځه کسیز بېنچ کړې او عدالت ته د پېښې د ګډې پلټونکې کمېټۍ رپورټ وړاندې کړی شوی دی.

په اورېدنه کې اټارني جنرل منصور عثمان عدالت ته ویلي، په کينيا کې د ارشد شريف د دوو کوربنو وروڼو وقار او خرم احمد د نيولو دپاره پاکستان خپل کار پوره کړی دی.

د ججانو په ډله کې شامل جسټس مظاهر نقوي پوښتنه کړې، کينيا د ارشد شريف د وژنې په قضيه کې د پاکستان سره مرسته ولې نه کوي.

اټارني جنرل ويلي، ښايي د حقيقت موندنې د رپورټ عام کېدو وروسته یې مرسته پرېښودې ده.

رپوټونه وايي چيف جسټس ویلي، د حقيقت موندنې رپورټ ولې عام کړی شوی دی احتياط ولې نه دی شوی.

عمر عطا بنديال ویلي، د ارشد شریف د وژنې پېښه سنجيده معامله ده او زياته کړې یې ده د وژل شوي جرنلسټ مېرمن په عدالت کې د ملګرو ملتونو قراردادونه او کنونشنونه جمع کړي دي.

د ارشد شريف د مېرمن وکيل عدالت ته ويلي، د ملګرو ملتونو د قراردادونو او کنونشنو لاندې مختلفې کمېټۍ جوړې شوي، د سعودي عرب د جرنلسټ جمال خاشقجي معامله هم د ملګرو ملتونو کمېټۍ کتلې وه.

چيف جسټس ویلي، د ارشد شریف د وژنې د زمه وارو معلوملول دي. وروسته عدالت اورېدنه د د جولايۍ د مياشتې پورې ځنډولې ده.

د پاکستان سپريم کورټ د ارشد شريف د وژنې په پېښه از خود نوټس اخستی وو.

د دسمبر په مياشت کې د ارشد شريف د وژنې د حقيقت موندنې رپورټ سپريم کورټ ته وړاندې شوی او ویل شوي وو ارشد شريف په منظم پلان وژل شوی وو.

پاکستانی خبريال ارشد شريف په 23 اکتوبر په کینيا کې د نیروبي سره نزدې په يوه پېښه کې وژل شوی او د کينيا پولیسو د ارشد شريف د وژنې د پېښې په اړه خپره کړې خپله لومړۍ خبر پاڼه کې ويلي وو پولیسو د غلط شناخت له کبله په هغه موټر ډزې وکړې چې ارشد شریف پکې سپور وو.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي وو، د ارشد شريف د وژنې په کېس کې حقیقت ته رسېدل غواړي، د رښتيا معلومولو دپاره کميټي جوړه کړی شوې ده.

په شپږم دسمبر د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس عمر عطا بنديال د صحافي ارشد شريف د وژنې د پېښې له خپله انده يا از خود نوټس اخستی او د پېښې د مقدمې درج کولو حکم یې کړی وو. او بيا د اسلام اباد په رمنا تاڼه کې درج شوې مقدمه کې خرم احمد، وقار احمد طارق احمد نومول شوي وو.

[د خبر ځینې معلومات د وي او اې اردو څخه اخستل شوي]

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG