لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سمندري طوفان کراچۍ ته رانزدې شوی،سمندر کې تر30ؤ فټو دنګې څپې پورته کیږي


دبابپر جوای په نوم دسمندري طوفان کراچۍ په رارسیدو کې 380 کلو میټره فاصله پاتې شوې ده اؤ رپورټونه وایي د بایپر جوای اطرافو ته په یو ساعت کې د160 کلو میټره په رفتار تېزې هواګانې روانې دي اؤ په سمندر کې تر 30 فټو دنګې څپې راپورته کیږي.

په عین حال کې دمیډیا رپورټونه وایي چې هند کې دبایپر جوای سمندري طوفان داغېز لاندې دګجرات صوبې په سوارشټر اؤ پوربندر ضلعو کې دتېزو هواګانو اؤ بارانونو له امله رامنځته شوؤ بیلابیلو پېښو کې درې کسان مړه شوي اؤ دسمندر دغاړې سیمو نه په زرګونو کسان ویستل شوي دي.

په کراچۍ کې هم دطوفان داثراتو له امله دښار په ځینو سیمو کې دخاورو طوفان رالوتلی دی اؤ دکومې بدې پېښې مخنیوي لپاره پوځي ځواکونه چمتو ودرول شوي دي.

دپاکستان دموسمیاتو محکمې ددې سمندري طوفان په اړه خپل 17م خبرداري کې ویلي چې دبایپر جوایي شدت اؤ پرمختګ په چټکتیا سره روان دی اؤ په تېرو شپږو ساعتونو کې ددې طوفان سفر دشمال لویدیز په لوري دی

دموسمیاتو محکې ویلي چې سمندري طوفان د کراچۍدجنوب نه 380کلو میټره اؤ د ټهټې جنوب نه 390 کلو میټره لرې دی.

دطوفان مرکز کې هواګانې په یو ساعت کې د 150 نه نیولې تر 160 کلو میټره فاصله وهي اؤ دطوفان له امله سمندر کې تر 30ؤ فټو دنګې څپې راولاړیږي.

دموسمیاتو محکمې پخپل خبرداري کې ویلي نن تر14م جون به دا سمندري طوفان شمال ختیز لوري ته مخه کوي اؤ سبا په 15م جون به غرمه په جنوب ختیز سیند کې دکیټي بند اؤ هندي ګجرات سره ټکر کیږي.

خبرداري کې ویل شوي چې دسمندري طوفان له امله دسیند صوبې دسمندر دغاړې کلیوالو سیمو کې د ګړز ګړوز سره تر300ؤ ملي میټرو باران وریدلی شي اؤ په کراچۍ کې هم دباران امکان دی.

دسمندري طوفان داثراتو له امله کراچۍ کې په یو شواروز کې کې د100 ملي میټره باران اندوینه شوې ده.

د سيند صوبې چاوراکو ويلي، د سمندري طوفان له امله د ټهټه، سجاول او بدين سيمو ډېرو اغېزمنېدو ویره ده او د دغو ساحلي سيمو نه د خلکو ويستلو عمل پېل کړی شوی دی.

د سيند صوبې چاوراکو ويلي، د سمندري طوفان له امله د ټهټې، سجاول او بدين سيمو د زیاتې اغېزمنتیا ویره ده او د دغو ساحلي سيمو نه د خلکو ويستلو عمل پېل کړی شوی دی.

پرون په کراچۍ کې تېزې او تودې سيلۍ رالوتلې وې، په هوا کې ډېرې دوړې وې، موسم تود ؤ اؤ د سمندر څپې اوچتې شوې وې .

دسیند صوبې وزیراعلا مراد علي په کراچۍ ښار کې ګرځېدلی، ځای په ځای د غټو بورډونو لرې کولو امر یې کړی، او دسمندر په غاړه ابراهيم حېدري او نورو علاقو ته ورغلی د ژورو علاقو نه یې د خلکو ويستلو لارښوونه کړې ده.

دپاکستان ایکسپریس رسنۍ پخپل رپورټ کې ویلي په کیټي بندر کې ددې سمندري طوفان له امله 13000 ابادي په خطره کې ده چې دهغې څخه بیګاه د شپې 3000 کورنۍ خوندي سیمو ته ویستل شوي دي.

په ګھوړا باړي سیمه دسمندري طوفان له امله 5000 ابادي په خطره کې ښودل شوې اؤ ددغه سیمې نه 100کسان خوندي سیمو ته ویستل شوي دي.

دشھید فاضل راهو سیمې 4000 ابادي دخطرو سره مخ ښودل شوې اؤ رپورټ وایي چې 3000 کسان ترې ویستل شوي دي.

د رپورټ له مخې دسیند صوبې دسمندر دغاړې کلیوالو سیمو نه د زرګونو په شمیر خلک خوندي سیمو ته لیږدول شوي اؤ د نورو د لیږلو کار دوام لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG