دامریکې دبهرنیو چارو د محکمې ویاند میتهیو ملر ویلي امریکا په دې خبر ده چې پاکستان کې به د نهم مې په احتجاج کې د دبرخې اخستو په تورونو په ملکي وګړو پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول کیږي.
ویاند ویلي "مونږ د پاکستان په چارواکو دجمهوري اصولو اؤ قانون د واکمنۍ د درناوي ټینګار کوؤ"
دبهرنیو چارو دمحکمې ویاند رسنیو ته ویلي" دماضي په څېر مونږ په پاکستاني چارواکو پرله پسې ټینګار کوؤ چې هغوي باید دپاکستان ایین کې ټولو لپاره ورکړل شوؤ جمهوري اصولو اؤ دقانون د واکمنۍ درناوی وکړي"
هغه ویلي دوي(امریکا) پرله پسې په لوړه کچه دپاکستاني چارواکو سره (تماسونو کې) په بشري حقونو،جمهوریت،تحفظ ،دخبریانو په حفاظت اؤ دقانون په واکمنۍ زور راوړي چې دا دمریکې لپاره وړومبۍ ترجیح ده.
پاکستان کې په نهم مئ دپخواني وزیراعظم عمران خان دګرفتارۍ پرضد دشوؤ قهرجنو احتجاجونو په مهال ګن شمیر پوځي تاسیساتو اؤ دولتي ودانیو ته اورونه اچول شوي وؤ چې حکومت دهغې تور دتحریک انصاف ګوند په مشرانو اؤ پلویانو لګولی اؤ اعلان یې کړی دی چې دې پېښو کې دککړو کسانو پرضد به پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.
دامریکا ترڅنګ دبشري حقونو نړیوالو سازمانونو هم په پاکستان غږ کړی دی چې دخپلو وګړو بشري حقوق باید خوندي وساتي اؤ ګڼ شمیر سازمانونو پوځي عدالتونو کې دملکي وګړو پرضد په مقدمو چلول کیدو اندېښنې هم ښودلي دي.
دپاکستان لخوا روس نه دتېلو اخستو اؤ بیا ددې تېلو بیعه دچین په کرنسۍ کې دپریکولو په اړوند دیوې پوښتنې ځواب کې ویاند ښاغلي ملر وویل مونږ په واضحه توګه ویلي دي چې هر هیواد ته به پخپله دخپلو ضروریاتو اؤ حالاتو مطابق د انرژۍ د درامد انتخاب کول وي.
"زه فکر کووم چې د روس تیل دمارکیټ نه ډیره په ټیټه بیعه خرڅېږي اؤ دا ښایي امریکې چې دخپلو ایتلافیانو اؤ شراکت دارانو سره په ګډه د روس دتېلو په بیعه کوم حد ټاکلی ؤ هغې د روس دتېلو بیعه په مارکیټ کې ډیره راټیټه کړې ده،مونږ داسې اندازه لګوؤ چې له دې امله د روس حکومت 100اربو ډالرو دګټې وټې نه محروم شوی دی چې دغه پیسې به یې د اوکراین په جګړه کې لګولې"
امریکا کې دپاکستان دسفیر مسعود خان ددې دعوې په اړه چې ګنې پاکستان روس نه دتېلو په راغوښتو کې دامریکې سره مشوره کړې وه دبهرنیو چارو دمحکمې ویاند وویل ،هغه نه غواړي چې د شخصي سفارتي خبرو په اړه څه ووایي خو نوموړي وویل:
مونږ دخپلو اتحادیانو اؤ شرکت دارانو سره د روسي تیلو دخرڅون داغېز راکمولو په اړوند خبرې کوؤ اؤ امریکې د روس دانرژۍ نورو هیوادونو ته په ورکولو هیڅ بندیز نه دی لګولی.