واشنګټن - د ولسمشر جو بايډن حکومت تېره ورځ هغه عبوري قانون د کال 2025م پورې غځولی چې د عملي کېدو له سؤبه يې نزدې درې لکه بهرني وګړي د امريکا نه د ويستلو سره مخ کېدلی شول.
دا پناه اخستونکي لا ايمېګرينټس زيات تره د ايل سلوډور، هونډورس، نيپال او نکارګوا اوسېدونکي دي چې د ډانلډ ټرمپ د پاليسۍ په ترڅ کې د ملک نه ويستلی کېدلی شول او د کار اسناد يې منسوخ کېدلی شول.
د عبوري تحفظ د حيثيت د پروګرام تر مخه د بايډن حکومت به دې پناه موندونکو لا ايميګرينټس ته اجازت ورکړي چې وکولی شي په قانوني توګه استوګنه ولري او په امريکا کې روزګارونه وکړي.
د ملکي امنيت لا هوم لينډ سيکيورټي وزارت سيکرټري اليجاندرو مايورکس په يو بيان کې ويلي:
“د عبوري تحفظ د حيثيت د غځولو سره به مونږ وتوانيږو موجودو خلکو چې د ايل سلوډور، هونډورس، نيپال او نکارا ګوا اوسېدونکي دي ته په امريکا کې تحفظ او امنيت ورکړو ځکه چې د موسمي بدلون د وجې دوی نه شي کولی بيرته لاړ شي”.
د ټېمپريري پروټېکټېډ سټيټس (ټي پي ايس) په امريکا کې د مستقل اوسېدو پله ګام نه دی خو دا يو قانوني جواز دی چې د اتلس مياشتو پورې دا خلک د ملک نه د ويستلو نه بچ کړي.
دا به دې خلکو ته د کار کولو اجازت ورکړي چې په قانوني توګه په امريکا کې پاتې شي او دا موده غځول کېدی هم شي.
کانګرس دا قانون په کال 1990 کې بيرته په ځای کړو چې کله يې پرېکړه وکړه هغه خلک چې په خپلو هېوادونو کې يې ژوند خوندي نه وي په امريکا کې تر هغه وخته اوسېدلی او کار کولی شي تر څو ورته ملک اجازت ورکوي.
دا وخت شپاړس هېوادونه داسې دي چې د ټي پي ايس د قانون لاندې ورته تحفظ ورکړل کيږي او دغه هېوادونه افغانستان، کيمرون، ايل سلوډور، ايتييوپيا، هيټي، هونډورس، ميانمار، نيپال، نکاراګوا، سوماليه، ساوت سوډان، سوډان، شام، اوکرين، وېنزوېله او يمن دي.