لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل په مشروط ډول له محرم پرته ښځو ته حج لپاره د تګ اجازه ورکړې ده


Vius Outbreak Saudi Arabia
Vius Outbreak Saudi Arabia

دپاکستان اسلامي نظریاتي کونسل ویلي دفقه جعفریه،مالکي اؤ شافعي له مخې په شریعت کې له محرم پرته هم دښځې حج لپاره دتګ ګنجایش موجود دی.

دمذهبي چارو وزارت ته پخپله رایې کې اسلامي نظریاتي کونسل ویلي چې دمحرم پرته دیوې ښځې حج ته دتګ ګنجایش په شرطونو دی.

دپاکستان دایکسپریس رسنۍ د رپورټ له مخې دمذهبي چارو وزارت د اسلامي نظریاتي کونسل نه رایې غوښتې وه چې ایا په شریعت کې یوه ښځه له محرم پرته حج ته تللی شي که نا؟

داسلامي نظریاتي کونسل ویاند ویلي هغه ښځه له محرم پرته یوازې حج له تللی شي چې خپل مور اؤ پلار یا هم خاوند اجازه ورکړي.

ویاند ویلي که دیوې ښځې سره محرم نه وي نو دفقه حنفیه اؤ فقه حنبلې له مخې په هغې ښځه حج فرض نه دی.

رپورټ کې داسلامي نظریاتي کونسل د ویاند له خولې ویل شوي یوه داسې ښځه چې دنورو باوري میرمنو ملګرتیا ورته ترلاسه وي اؤ دسفر اؤ حج په مهال یې دڅه رقم فساد یا خطرې اندېښنه نه وي نو هغه دمحرم نه بغیر هم حج له تللی شي.

کونسل دمذهبي چارو وزرات ته ویلي که داسې ښځه د کومې ډلې سره حج ته ځي نو یاد وزارت دې دهغې په اړوند څارنه کوي اؤ ډله کې دشاملو غړو په اړوند دې دقناعت یا ډاډ ترلاسه کولو نه وروسته کومې ښځې ته پرته له محرم حج لپاره دتګ اجازه ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG