واشنګټن ــــ د نېټو سیکرټري جنرل ینس سټولټنبرګ د دفاع وزیرانو تر غونډې مخکې ویلي، په اوکراین کې روانه جګړه دا ښکاره کوي چې له دې هېواد سره ملګرتیا او ملاتړ ته دوام ورکولو ته اړتیا ده. د نېټو مشر دا خبره په داسې وخت کړې چې د اوکراین صدر وایي روس نن هم پر ساحلي ښار اوډیسه برید کړی دی.
سټولټنبرګ د پنجشنبې- زیارت په ورځ د نېټو په مرکزي دفتر خبریالانو ته وویل، اوکراین د روس خلاف د خپلو جوابي بریدونو تر پیلولو وروسته- چې د ده په وینا له اوږدې مودې یې تمه کېده- ډېرې کامیابۍ تر لاسه کړې دي او په سخته جګړه کې یې خپل نیول شوې مځکه بیرته له روسي ځواکونو ازاده کړې ده:
"دا د اوکرایني پوځیانو د همت، زړورتیا او مهارتونو وجه ده، خو یوه وجه یې دا هم ښکاره کېږي چې د نېټو متحدین له څو میاشتو راهیسې د اوکراین ملاتړ کوي هغه هم د جګړې په میدان کې بدلون راوستی دی".
ښاغلي سټولټنبرګ وویل هر څومره چې اوکراین په دې مرحله کې په خپلو دفاعي بریدونو کې کامیابه وي، هغومره به په روسي صدر ولادیمیر پوټین باندې فشار وي چې د خبرو مېز ته کښېني او اوکراین ته د سولې په خبرو کې پیاوړی لاس ورکړي.
سټولټنبرګ وویل که متحدین یې په اوکراین کې همېشنۍ سوله غواړي، ورته پکار ده چې د اوکراین د ځواکونو پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي.
د امریکا په مشرۍ د اوکراین د اړیکو ډلې یا کنټیکټ ګروپ د نېټو د دفاع مشرانو تر غونډې مخکې خپله وروستۍ غونډه د پنجشنبې- زیارت په ورځ په بروکسل کې وکړه چې پکې له اوکراین سره د پوځي مرستو په اړه خبرې وشوې.
د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن د غونډې په پیل کې وویل، په اوکراین کې روانه جګړه "میراتن [د اوږدې فاصلې] ده او سپرینټ [د ځغاستې] نه ده." ښاغلي آسټن وویل:
"موږ به اوکراین ته د هغو بیړنيو صلاحیتونو ورکولو ته دوام ورکوو چې همدا اوس ورته اړتیا لري او ورسره هغه څه اړتیا لري چې د اوږدې مودې لپاره د روس له تېري ځان وژغوري."
لویډ آسټن د اوکراین ځواکونو ته د هوایي دفاعي سیسټمونو د ورکولو اړتیا ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دا د روس له هوایي بریدونو څخه د اوکراین د خلکو په ساتنه او ژغورنه کې مهم دی:
"د کریملین استعماري ارادو د اوکراین خلکو ته دومره تکلیفونه رسولي چې د نه منلو دي، خو بیا هم اوکراینیان په خپل لچک، زړورتیا او د خپل هیواد د ازاد او خوندي ساتلو په کلکې ارادې سره موږ متاثره کوي."
د نېټو مشر او د امریکې د دفاع وزیر له خبرو سره سم ناروې او ډنمارک اوکراین ته د زرګونو توپونو د ورکولو د خپلو ګډو هڅو اعلان کړی دی. د ناروې د دفاع وزیر بیارن ایریلډ ګرم په یوه بیان کې ویلي:
"اوکراين د توپخانې ګوله بارودو ته بيړنۍ اړتيا لري، ځکه موږ پریکړه کړې چې د نوې مرستې لپاره د ډنمارک له ځواکونو سره یو ځای شو او اوکراین ژر تر ژره دغه وسله تر لاسه کړي".
د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي وایي، د روس د میزایلو د تیارۍ په اړه له خپلو شریکانو سره اړیکو ته دوام ورکوي، ځکه چې وایي روسي ځواکونو تازه په اوډیسه ساحلي ښار د کېلیبر میزایل برید کړی دی:
"د دغو کېلیبر میزایلو لسګونه برخې له نورو هېوادونو روس ته استول شوې وې، دا ډول د رسد لاره د ترهګرۍ د پیاوړتیا لاره ده. نړۍ داسې وسیلې لري چې دا ډول ټولې لارې بندې کړي".
بل لور ته د اوکراین پوځ د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل چې د روس یو کروز توغندی او 20 چاودېدونکي ډرونز یې ناکاره کړي دي.
د روس تر کنټرول لاندې کریمیا سیمه کې روسي چارواکو بیا دعوه کړې ده چې د دوی ځواکونو د اوکراین نهه ډرون ویشتلي او را غورځولي دي.
یادونه:- د دې رپوټ ځینې معلومات د اسوسیېټیډ پریس، اې ایف پي او رویټرز څخه اخیستل شوي دي.