لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور اؤ خېبر کې په پولیسو د وسله والو بریدونو کې درې عسکر ژوبل شوي دي


د پېښور په کلیواله سیمه پیربالا کې د وسله والو لخوا په مچني ګیټ پولیس تاڼه د لاس بم برید قبایلي ضلعه خېبر کې په پولیس پوسته ناتاره ډزو کې درې پولیس عسکر ژوبل شوي دي.

د اتوار/یکشنبه په شپه د پېښور پیر بالا سیمه کې نامعلومو وسله والو په مچني ګیټ پولیس تاڼه د لاسي بم برید کړی خو په دې برید کې پولیسو ته څه ځاني زیان نه دی رسیدلی.

پولیس سرچینې وایي چې وسله والو دغه بم دشپې په تیاره کې په تاڼه غورځولی اؤ بیا تښتېدلي دي.

په عین حال کې د قبایلي ضلعې خېبر په برقمبرخیل سیمه کې هم نامعلومو وسله والو په قیمت خان پولیس پوسته برید کړی چې پکې درې پولیس عسکر ژوبل شوي دي.

سرچینې وایي دغلته وسله والو په پولیسو ناتاره ډزې کړي اؤ بیا تښتېدلي دي.

په برید کې ژوبل شوي پولیس عسکر د علاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي .

وي او ای ډيوه ته امنیتي سرچینو ویلي له برید وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کې د لټونې عملیات پیل کړي دي.

په سمدستي توګه ددې بریدونو پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو په نزدې وختونو کې چې په خېبر اؤ نورو قبایلي ضلعو کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان قبوله کړې ده.

په نهم جون هم خېبر ضلعه کې وسله والو په پولیسو برید کړی ؤ چې د فضل حیات په نوم یو عسکر پکې وړومبی ژوبل شوی اؤ په سبا مړ شوی ؤ.

په 27م مئ هم دخېبر ضلعې د تېراه په متهری علاقه کې وسله والو دایف سي ځواکونو یوه پوسته په راکټ لانچر ویشلې وه چې پکې دایف سي ځواک یو عسکر وژل شوی اؤ پینځه نور ژوبل شوي وؤ.

تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې دخېبر په دوجنګي سیمه کې هم وسله وال دایف سي ځواکونو په یو کاروان برید کړی ؤ چې پکې پینځه عسکر ژوبل وؤ.

په دې وروستیو کې دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو دترهګرو لخوا دبریدونو لړۍ چټک شوې چې دهغې په ترڅ کې پوځ هم وایي دترهګرو پرضد یې دخپلو روانو عملیاتو لړۍ چټک کړې ده اؤ په دې بریدونو کې یې وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کړې دي.

په دې وروستیو کې دخېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په پولیسو دترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې چې پکې ګڼ شمیر پولیس عسکر وژل شوي‌ اؤ ژوبل شوي دي.

دخېبر پښتونخوا پولیسو دتېرې مئ په میاشت کې پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ د روان کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې یې دبیلابیلو عملیاتو په مهال 39 ترهګر وژلي اؤ 158 یې نور ژوندي نیولي دي.

رپورټ کې ویل شوي وؤ چې سږکال دفرورۍ میاشت کې په صوبه کې دترهګرۍ زیاتې پېښې رامخې ته شوي اؤ په مارچ کې بیا په دې پېښو کې واضحه کمی لیدل شوی دی.

رپورټ کې دعوه شوې وه چې داپریل میاشت کې دصوبې دننه دترهګرۍ پېښو کې 11.9فیصدي کمی شوی دی.

دپولیس محکمې دې رپورټ کې ویل شوي چې د روان کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې صوبه کې د ترهګرو اؤ ورانکارو پرضد داستخباراتي اطلاعاتو په اساس ټول 711 عملیات شوي چې پکې 39 ترهګر وژل شوي اؤ 158 نور ژوندي نیول شوي دي.

خو په دې رپورټ کې بیا دا نه دي ویل شوي چې د روان کال په اوږدو کې دترهګرو لخوا څومره پولیس وژل شوي یا په څومره پولیس تاڼو اؤ څوکیو بریدونه شوي دي؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG