واشنګټن - په پاکستان کې مېډیا د اتوار/یکشنبې په ورځ رپوټونه ورکړل چې یونان ته څېرمه په اوبو کې د کډوالو د جهاز په ډبېدو کې باور کیږي چې قریب درې سوه (۳۰۰) پاکستانیان هم مړه شوي دي. د مړه شوو کډوالو رشته دارانو د خپلو عزیزانو د مړه کېدو تصدیق وکړ.
په دې بدقسمته بېړۍ کې د پاکستان، شام، او مصر ګڼ شمېر کډوال سپاره و چې پخپلو ملکونو کې د خرابو اقتصادي حالاتو د وجې یې یورپ ته د غیرقانوني تګ هڅه کوله. د کښتۍ د ډوبېدو نه پس، د یونان چارواکو تر اوسه یو سل او څلور (۱۰۴) کسان ژغورلي، اته اویا (۷۸) جسدونه یې موندلي، او د نورو د موندنې امید کمزوری شوی دی. ویل کیږي چې په جهاز کې په سلهاوو کسان سپاره و.
د پاکستان خارجه وزارت تر اوسه د دې تصدیق کړی چې په ژوندي ژغورل شوو کسانو کې صرف دوولس (۱۲) تنان یې د پاکستان شهریان دي. د پاکستان حکومت دا هم ویلي چې په مړه شوو او لاپته شوو کسانو کې د پاکستاني شهریانو د تعداد او پېژندګلو د معلومولو هڅه کوي.
د اتوار/یکشنبې په ورځ د پاکستان ټي وي چېنلونو د مړه شوو کډوالو د غم ځپلو رشته دارانو مرکې خپرې کړې او رپوټ یې ورکړ چې د جهاز د ډوبېدو په دې پېښه کې لږ تر لږه دوه کم درې سوه (۲۹۸) پاکستانیان مړه شوي دي.
د محمد عکاش په نوم یوویشت کلن پاکستانی چې هغه هم په دې جهاز کې موجود و، یورپ ته د تګ په لاره کې د خپلې کورنۍ سره یې دوامداره ټلیفوني رابطه ساتلې وه او په آخري ځل یې هغه وخت رابطه شوې وه چې د دوی کښتۍ خپل مزل پیل کولو.
د هغه تره، امانت علي د اتوار/یکشنبې په ورځ اې اېف پي خبري ادارې ته وویل: "هغه (عکاش) د خپل ورور سره په ټلیفون باندې جذباتي خبرې وکړې او وړاندې تر دې چې کښتۍ کې سپور شي، د خپلې کورنۍ یې وغوښتل چې ورته دعاګانې وکړي."
د عکاش تره وایي، دوی وروسته خبر شول چې وراره یې د کښتۍ په ډوبېدو کې مړ شوی دی.
دا یوه وړه د ماهي نیولو بېړۍ وه چې د ګنجایش د حد نه زیات کسان په کې سپاره و.
امانت علي وایي، د دوی کورنۍ په ګډه شاوخوا اووه زره (۷۰۰۰) ډالر برابر کړي و او یو سمګلر ته یې ورکړي و چې عکاش د دوبی، مصر او لېبیا د لارې یورپ ته ورسوي.
د کډوالۍ نړېوال تنظیم (او آی اېم) او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د جمعې په ورځ وویل: "د جون په څوارلسمه نېټه چې کومه بېړۍ د یونان ساحل سره نږدې غرقه شوله، هغې کې د سپرو کسانو شمېر واضحه ندی، مګر داسې باور کیږي چې د هغوی شمېر د څلور سوه او اووه نیم سوه (۷۵۰-۴۰۰) کسانو ترمنځ و.
د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف دفتر وویل چې پاکستان به د ګل/دوشنبې په ورځ په هغې پېښې کې د مړه شوو او لاپته شوو کسانو په غم کې، د سوګ قامي ورځ اعلان کړي.
وزیراعظم شهباز شریف همدا راز امر کړی چې د انساني سمګلنګ په کاروبار کې شامل اېجنټانو په خلاف دې سمدستي اقدامات وشي. د مرکزي حکومت چارواکو د اتوار/یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د غرقې شوې بېړۍ په کېس کې یې لس (۱۰) تنان ګرفتاره کړي دي.
ناقدین د انساني سمګلنګ په خلاف د پاکستان کوښښونو ته خوشبینه نه ښکاري او وایي دغه غیرقانوني کارونه د حکومتي چارواکو په مرسته ترسره کیږي، او مجرمین اکثره له اثررسوخ داره سیاستوالو سره د خپلو تعلقاتو په نتیجه کې، د سزا نه بچ پاته کیږي.
امریکا تېره هفته خپل کلنی رپوټ خپور کړ چې ترمخه یې پاکستان په هغو ملکونو کې شامل دی کوم چې د انساني سمګلنګ د ختمولو دپاره یې هغه تر ټولو کم معیارات هم نه دي پوره کړي.