لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د لوی اختر د مياشتې "ذي الحج" د ليدو دپاره کميټي نن کښېني


پاکستان کې د لوی اختر د میاشتې "ذي الحج" د ليدو دپاره د رويت هلال کمېټۍ غونډه نن په کراچۍ کې ترسره کيږي. په سعودي عرب کې د ذي الج میاشت ليدل شوې په 27 د عرفات ورځ او په 28 جون به لوی اختر نمانځل کيږي.

افغانستان کې هم د لوی اختر میاشت ليدل شوې او د جون په 28مه د لوی اختر د نمانځلو اعلان شوی دی.

پاکستان کې به د لوی اختر د مياشت ليدو غونډه د رویت هلال کمېټۍ د مشر مولانا عبدالخبير په مشرۍ کې ترسره کيږي.

د سرکاري ميډيا ترمخه هم نن به د رویت هلال د زونل او ضلعو کميټيانو غونډې کيږی.

په پاکستان کې اکثر له د روژې او اختر د میاشتې لیدو په سر د اختلافونو له امله روژه او اختر په بېلابیلو ورځو ویشل کیږي.

خو سږ کال په ټول ملک کې په یوه ورځ د رمضان د میاشتې لیدلو اعلان شوی او په يوه ورځ روژه نیول شوې وه.

اکثره د پېښور د قاسم علي خان جومات د کمېټۍ مشر مفتي شهاب الدين پوپلزی د اختر اعلان وکړي او د پاکستان سرکاري مرکزي رويت هلال کميټي یې په هغه ورځ ونه کړي.

خو سږ کال بيا د وړوکي اختر د میاشت ليدو اعلان هم په يوه ورځ شوی او په ټول ملک کې په يوه ورځ وړوکی اختر نمانځل شوی وو.

سږکال د پاکستان نه 179210 کسان سعودي عرب ته د حج فريضې ترسره کولو له تللي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG