لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قطر او متحده عربي اماراتو د تعلقاتو په بهتره کولو سره، په دوحه او ابوظبي کې خپل اړوند سفارتونه بېرته پرانېستل

واشنګټن - متحده عربي اماراتو او قطر د کلونو اختلاف وروستو، د ګل/دوشنبې په ورځ په ابوظبي او دوحه کې د خپلو اړوندو سفارتونو د بیا پرانېستې اعلان وکړ.

دغو دواړو ملکونو د بیانونو په جاري کولو سره ویلي دي چې په ابوظبي کې د قطر سفارت او همدا شان په دوبی کې یې کونسلګري، او د بلې خوا په دوحه کې د متحده عربي اماراتو سفارت خپل فعالیتونه بیا پیل کړي دي. په بیانونو کې دا نه دي ویلی شوي چې آیا صرف سفارتونه بیا پرانېستل شوي او که سفیران هم بېرته خپلو عهدو ته ورستانه شوي دي.

د قطر حکومت پخپل بیان کې ویلي چې د دوو ملکونو خارجه وزیرانو د ټلیفون په ذریعه خبرې کړي او یو بل ته یې د سفارتکاري مېشنونو د بیاپرانېستې په باب مبارکي ویلې ده.

په ۲۰۱۷ کال کې متحده عربي امارات د قطر په علیحده کولو او بایکاټ کولو کې د سعودي عرب، بحرین او مصر سره یوځای شو. د هغو اقداماتو عمومي دلیل، په منځني ختیځ کې د تندلارو اسلامي ډلو سره د قطر تعاملات او ملاتړ و چې په ۲۰۱۱ کال کې په عربي ملکونو کې د عامو لاریونونو وروستو، یو دم په کې اضافه راغلې وه. په خلیج فارس کې نور عرب ملکونه دغسې ډلو ته د ترهګرو په سترګه ګوري، چې په هغو کې د مصر اخوان المسلمین هم شامله دي. اخوان المسلمین په مصر کې آزاد او منصفانه انتخابات وګټل، مګر د یو کال واکمنۍ وروستو، له واکه په زور وشړل شول.

قطر، چې د نورو عربي ملکونو غوندې د متحده عربي اماراتو سره نږدې اتحادي پاته شوی دی، په تکرار سره د ترهګرو ډلو د ملاتړ تورونه رد کړي دي. د دې ترڅنګ، قطر د افغان طالبانو او حماس ډلو سره جدا جدا د امریکا د مذاکراتو په منځ کې هم یو اهم کردار لوبولی دی.

د خلیج د عربي ملکونو ترمنځ – کوم چې په معمول ډول ملګري هېوادونه ګڼل کیږي – بې مثاله سفارتکاري کړکېچ دا فکرمندۍ راوپارولې چې هسې نه د دوی ترمنځ مسلحانه شخړه وشي. مګر د قطر د ګېسو پراخې ذخیرې او د ایران او ترکيې سره یې نږدې تعلقات د دې سبب شول چې په زیاته اندازه د بندیزونو د اقتصادي اثراتو مخه ونیولی شي او تعلقات بېرته په تدریج سره بهتره شي.

د قطر سره د عربي ملکونو بایکاټ په رسمي توګه د ۲۰۲۱ کال په جنوري میاشت کې ختم شو. د تېر کال په آخره کې، قطر د فټبال ورلډ کپ لوبو کوربه و او په دې لړ کې یې د سعودي عرب، مصر، او متحده عربي اماراتو مشرانو ته چې دوحې ته تللي و، هرکلی وویلو.

XS
SM
MD
LG