د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله ویلي، د يونان د کشتۍ په پېښه سخت ګامونه پورته کړی شوي، غفلت کوونکي به په ګوته کولی شي او په یوه اوونۍ کې به د پلټنو رپورټ وړاندې کړی شي.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف د ډوبې شوې کشتۍ د پلټنو دپاره څلور کسيزه کميټي جوړه کړې او د لوړې کچې د پلټنو کمېټۍ ته يې لارښوونه کړې د انسانانو په قاچاق کې ککړو کسانو پرضد دې سخت ګامونه پورته کړي.
د رپورټونو ترمخه په 14م جون ډوبه شوې کشتۍ د روانېدو نه پينځه ورځې د لیبيا نه اټلي ته روانه شوې او د ښځو، ماشومانو په ګډون پکې 750 کسان سواره وو.
پاکستانيو رسنيو د اتوار- یکشنبې په ورځ ویلي، په پېښه کې نزدې 300 پاکستانيان مړه شوي دي.
د يونان چارواکو ويلي، په ډوبه شوې کشتۍ کې یې 104 ژغورلي او 78 مړي يا جسدونه ترلاسه کړی شوي وو.
د پاکستان د سرکاري خبري ادارې اې پي پي ترمخه رانا ثناالله نن ويلي، د کشتۍ د پېښې د پلټنو دپاره جوړه شوې کميټي به په یوه اوونۍ کې رپورټ وړاندې کړي او مرکزي حکومت به نور اقدامات کوي.
د سرکاري ميډیا ترمخه د کورنيو چارو په وزارت کې يوه څانګه جوړه کړی شوې د ډوبې شوې کشتۍ د مسافرو د خپلوانو د معلوماتو تاييد به کوي او په اسلام اباد، د پاکستان د ولقې لاندې کشمير او نورو سيمو کې به د ډي اېن اې نمونو اخستو دپاره کېمپ دفترې جوړوي.
د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې او د پنجاب صوبې پوليسو ويلي، د انسانانو په قاچاق کې تورن ککړ نور کسان یې نيولي دي.
پرون ويل شوي د خلکو په قاچاق کې تورن 12 کسان نیول شوي وو.
د راپورونو ترمخه يونان کې په ډوبه شوې کشتۍ کې د زیاترو پاکستانيانو تعلق د پنجاب صوبې او پاکستان د ولقې لاندې کشمير د بېلابيلو علاقو سره دی.