لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمنیسټي انټرنېشنل: د پاکستان حکومت باید د پناه غوښتونکو افغان کډوالو نیول او ځورول ودروي


واشنګټن ــــ د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل د پاکستان له حکومته غوښتي، سمدستي دې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو خپلسرې نیونې او ځورول ودروي، ځکه چې وایي ډېر یې د طالبانو د حکومت د ځورنې له ډاره ورغلي دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه د ایمنیسټي دې غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی او نه هم د طالبانو ورته څه جواب ویلی دی، خو په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په وروستیو کې د افغان کډوالو پر نیول کېدو اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې په دې اړه یې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره خبرې کړې دي.

ایمنیسټي د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت نن د جون پر 20مه پخپل یو رپوټ کې ویلي، چې د 2021م کال په اګست کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته زیات شمېر افغانان پاکستان ته کډه شوي، خو وایي هلته له خپلسره نیولو او افغانستان ته د لېږلو له خطر سره مخ شوي دي.

رپوټ وایي پاکستان ته د تازه تللیو افغانانو د رجسټر کېدو بهیر ځنډېدلی او اکثره یې هلته د پي او آر په نوم د دایمي اوسېدو لپاره د کډوالۍ کارډونه نه لري، وایي ډېر یې په عادي ویزو هلته تللي چې اوس هغه هم ختمې شوې دي.

د جنوبي اېشیا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان مرستیاله مشره دینوشیکا ډیسانایک وایي، دا ډېره د اندېښنې خبره ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو حالت ته د نړیوالو پام نه ور اوړي:

" دوی [افغان کډوال] نه بیرته خپل هیواد ته ستنېدای شي او نه هم په پاکستان کې دایمي اوسېدلای شي، نو په داسې یو حالت کې بند پاته دي چې د تېښتې هیڅ لاره نه لري".

دینوشیکا ډیسانایک وایي د دغو افغانانو مبهم قانوني حیثیت او د پناه غوښتنې یا په درېیم هېواد کې د اوسولو سختې مرحلې دوی لا نور هم له ستونځو سره مخ کړي دي.

ایمنیسټي انټرنېشنل وایي د شپږو هغو افغانانو په ګډون چې په تېرو درو میاشتو کې په پاکستان کې نیول شوي له نهو تنو افغانانو سره یې مرکې کړې او هغوی ورته په خبرو کې له پولیسو او چارواکو د ځورونې شدیدې اندېښنې ښکاره کړې دي.

وایي د افغانستان د تېر حکومت د کورنیو چارو وزارت مخکینی کارکوونکی حسېن (فرضي نوم) تېر کال له خپلې کورنۍ سره د طالبانو له ډاره پاکستان ته تللی وو، خو په وروستیو کې له نورو افغان کډوالو سره یو ځای نیول شوی وو:

"د 2023م کال په فرورۍ کې پولیسو په اسلام اباد کې د حسېن او د هغه په ګاونډ کې د ګڼ شمېر نورو افغانانو کورونه محاصره کړي او لوټ تالان یې پکې کړی".

ایمنیسټي وایي‌ حسېن ورته ویلي چې پولیسو یې لاسونو ته هتکړۍ اچولې او ماخوستن شاوخوا 10 بجې یې پولیس تاڼې ته بېولي، هلته یې د ده د ایمیګرېشن حیثیت، کار او اړیکو په اړه پوښتنې ترې کړې دي. وایي شاوخوا 20 نور افغانان هم نیول شوي او دغې تاڼې ته راوړل شوي‌ وو:

"له موږه یې پاسپورټونه او بټوې واخیستې او بیا یې څو ځله زموږ تالاشي واخیسته، دوی حتی هغه کسان هم ونیول چې رسمي ویزه یې لرله او په دې هېواد کې قانوني اوسېدل".

ایمنیسټي وایي‌ په بله ورځ حسېن پولیسو ته 30,000 روپۍ ورکړې او خوشي کړی وو خو وایي پولیسو تر اوسه یې د هغه قانوني اسناد نه دي ورکړي. وایي پینځو نورو افغانانو هم دې ورته کیسه ورته کړې او هغوی هم د پینځه زره او دېرش زره روپیو تر منځ‌ د خوشي کېدو په بدل کې ورکړې دي.

ایمنیسټي ویلي، د ملګرو ملتونو ادارې یو این ایچ سي آر د کډوالو په توګه ددغو افغانانو د نومونو رجسټر کولو او همدا شان د پاکستان د حکومت له خوا د ویزو د مودې غزولو په برخه کې د ځنډ له امله پولیس دغه افغان کډوال نیسي، ځوروي یې او پیسې ترې اخلي.

په رپوټ کې ویل شوي چې پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو په نیولو کې د 1946م کال په «فارنر ایکټ» قانون باندې تکیه کوي خو وایي په داسې افغانانو هم د دې قانون په بنیاد مقدمې کوي چې قانوني اسناد لري. وایي په پاکستان کې د بشري حقونو له ډلو سره پر اړیکو باوجود په وروستیو کې نیول شویو افغان کډوالو ورته ویلي چې دوی ته په تاڼو کې قانوني مرسته نه ده ورکړل شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG