واشنګټن ــــ پر افغانستان د وسلو په زور واکمن شویو طالبانو په ختیځ لغمان ولایت کې بیا یو تن ته په ښکاره د مرګ سزا ورکړې او دا د 2021م کال له اګست میاشتې راهیسې دویم تن ګڼل کېږي چې دوی یې د خلکو په وړاندې زیندۍ کوي.
د طالبانو سپریم کورټ یا سترې محکمې په خپل بیان کې ویلي چې د طالبانو قاضیان، سرکاري چارواکي او عام خلک هم په یو جومات کې را غونډ شوي وو او د اجمل په نوم د دې تن د مرګ سزا یې ولیده.
په لغمان کې د پېښې یو عیني شاهد- د نوم نه ښکاره کولو په شرط- وي او اې اشنا ته ویلي:
"ما مجرم ولید، وروسته له هغه قصاص شو چې د قرباني کورنۍ ورته بخښنه ونه کړه. هغه په ډزو وویشتل شو. که غلط شوی نه یم، شپږ ځله وویشتل شو. نه پوهیږم چې مړ شو که نه خو وروسته امبولنس ته یووړل شو."
طالبانو د تېر کال په دسمبر کې هم په فراه ولایت کې یو کس د ولس په منځ کې زیندۍ کړی وو چې ملګرو ملتونو پرې سختې نیوکې کړې وې او هغه سزا یې ظالمانه، غیرانساني او له سپکاوي ډکه ګڼلې وه.
د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړیوالو تنظیمونو نیوکو ته له پام کولو پرته د طالبانو د سپریم کورټ په امر د نهې- شنبې په ورځ د لغمان په مرکزي ښار مهترلام کې په دې تور یو تن په دار کړل شوی چې وایي د یوې کورنۍ پینځه کسان یې وژلي وو.
په بیان کې ویل شوي چې د طالبانو ابتدایي عدالتونو دا پېښه څېړلې او وروسته د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده له دینيعالمانو سره پرې بحث کړی او په اخر کې یې دغه تن مجرم وباله او د هغه د زیندۍ کولو امر یې وکړ.
ایمنیسټي انټرنېشنل په مې میاشت کې په نړۍ کې د مرګ د سزاګانو په اړه په خپل رپوټ کې ویلي وو، چې طالبانو تېر کال په فراه کې یو تن په ښکاره د خلکو په وړاندې په ډزو ویشتلی او وژلی دی چې وایي دا له نړیوال قانونه سرغړونه ده.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ایمنیسټي انټرنېشنل دا خبره رد کړې وه او ویلي یې وو چې تېر کال د دوی حکومت هیڅوک نه دي په دار کړي. مجاهد ویلي وو:
"یواځې څو میاشتې مخکې په فراه کې د اعدام یو حکم د کره شواهدو او شرعي حکم پر بنسټ تر سره شو، بل هېڅ اعدام نه دی ترسره شوی او کومه ادعا چې د دې سازمان له لوري شوې ناسمه ده."
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هغه وخت په فراه کې د یو تن په دار کېدل غندلي وو او پر طالبانو یې ټینګار کړی وو چې سمدستي د نورو خلکو زیندۍ کول او ښکاره سزاګانې ودروي.
طالبان چې د 2021م کال په اګست کې واکمن شوي د خپلې تېرې واکمنۍ غوندې یې بیا د اسلامي شریعت د خپلې تشریح په رڼا کې سختې سزاګانې پیل کړې او ګڼ شمېر خلکو ته یې په ښکاره په دُرو د وهلو او د خلکو د زیندۍ کولو سزاګانې عملي کړې دي.
د ملګرو ملتونو له خوا د بشري حقونو په اړه د ګل- دوشنبې د ورځې په غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر " خرابیدونکي حالت" اندېښنه ښکاره شوه او پر طالبانو نیوکې وشوې چې تر ټولو بنیادي بشري حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
خو طالبانو دا هسې د خپل حکومت خلاف یوه "پروپیګنډه بللې" ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جون په 20مه پر ټویټر لیکلي چې ملګرو ملتونه او ځینې نورې لوېدیځ ادارې او حکومتونه د دوی د حکومت خلاف تبلیغ کوي او وایي "په افغانستان کې اسلامي قوانین پلي دي، په هغو اعتراض له اسلام سره ستونزه ده".