واشنګټن – په افغانستان کې د ملګروملتونو لوړ پوړي چارواکي د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي، د طالبانو لخوا هېڅ داسې ډاډ نه دی ورکړل شوی چې له ښځو به له "سزا ډک بندیزونه" لېرې کړي.
له دې سره په افغانستان کې د ملګروملتونو په فعالیتونو هم پوښتنه راپورته شوې.
په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت مشرې روزا اوتنبایف د ملګروملتونو د امنیت شورا یوې غونډې ته وویل، "مونږ ته د طالبانو لخوا ددغو بندیزونو په اړه هېڅ ډول تفصیل نه دی راکړل شوی او نه هم د دغو بندیزونو د لېرې کېدو لپاره کوم ډاډ راکړل شوی."
د اپرېل په پنځمه نېټه طالبانو په شفايي ډول ملګروملتونو ته خبر ورکړی وو چې په بشري ادارو کې د ښځو په کار کولو باندې لګېدلی بندیز ملګري ملتونه هم رانغاړي.
په افغانستان کې د ملګروملتونو په ادارې کې کابو ۴۰۰ ښځو کار کاوه.
له دغه بندیز وروسته ملګروملتونو خپلو ښځینه کارکونکو او غیر ضروري نارینه کارکونکو ته حکم وکړ چې له خپلو کورونو څخه کار وکړي.
اوتنبایف وویل، "مونږ په دې کلک ولاړ یو چې ښځینه کارکونکې به په نارینه کارکونکو باندې نه بدلوو څنګه چې طالبانو یې غوښتنه کړې."
د امنیت شورا د طالبانو دغه فرمان غندلی او د امنیت شورا د هغې تصویب شوې مسودې بیا یادونه یې کړې کومه چې د اپرېل په ۲۷ نېټه په اتفاق د اراو سره تصویب شوې وه.
طالبان نه دې بدل شوی. هېبت الله اخندازه چې ځان ته د طالبانو مشر وايي، په دې میاشت کې د حکومت ویاندویانو ته لارښونه کړې چې په خپلو بیانونو کې د اسلامي شریعت په نفاذ باندې ټینګار وکړي.
هغه په کندهار کې یوې غونډې ته ویلي، "امریکا او ملګروملتونو ټوله نړۍ یرغمله کړې او د هغوی له حکم پرته هېڅ هم نه شي خوځېدلای."
هغه زیاته کړې، "طالبانو د افغانستان ټولې برخې نیولې دي، خو هېڅ غیر اسلامي او حتی اسلامي هېوادونو هم دوی په رسمیت نه دې پېژندلي."
اتونبایف ویلي، طالبان غواړي چې په نړۍ کې په رسمیت وپېژندل شي خو دا په دې معنی چې د ملګروملتونو د چرټر لاندې یې مسولیتونه منلي دي، نه دا چې د هغوی د ارزښتونو پرخلاف کار کوي.
هغې وویل، "له طالب چارواکو سره زما په منظمو بحثونو کې زه د هغو خنډونو په اړه حیرانه شم چې په خپلو فرمانونو او بندیزونو په ځانګړي ډول د ښځو او انجونو په وړاندې بندیزونو له امله یې ځان ته جوړ کړي دي."
هغه زیاتوي، "مونږ ورته دا خبره رسولې، تر هغو چې دا فرمانونه پرځای وي نو دا به نېږدې ناممکنه وي چې د دوی حکومت د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت وپېژندل شي."
هغه وايي، د طالبانو له هغو بندیزونو سره چې جونې یې له منځنیو ښونځیو او پوهنتونونو، پارکونو او جېمونو څخه منع کړي او له خپلو کورونو څخه د باندې تګ نه یې منع کړي د ښځو په ذهني او فزیکي روغتیا باندې ناوړه اغیزه کړې.
اوتنبایف له طالبانو وغوښتل چې بندیزونه لېرې کړي چې ملګري ملتونه و کولای شي د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
ملګروملتونو ویلي، په افغانستان کې تر ۲۸ میلیونو زیات کسان یو نه یو ډول بشري مرستې ته اړتیا لري.