ټاکل شوې ده دپاکستان سپریم کورټ نن دچهارشنبې په ورځ پوځي عدالتونو کې دملکي خلکو پرضد دمقدمو چلول کیدو خلاف دشوؤ خواستونو اوریدنه کوي.
دخواستونو اوریدنې لپاره د چیف جسټس عمرعطا بندیال په مشرۍ دسپریم کورټ دنهو ججانو ستر بینچ جوړ کړل شوی چې په زیاتره فیصلو کې دچیف جسټس دنظر مخالف پاتې شوي ججان هم پکې اخستل شوي دي.
دخواستونو اوریدونه به دپاکستان په وخت په 12 بجو اؤ 45دقیقو یا منټو پیل کیږي.
په لارجر یا ستر بینچ کې دچیف جسټس عمر عطاء بندیال ترڅنګ حسټس قاضي فایز عیسا،جسټس سردار طارق مسعود،جسټس اعجاز الاحسن ،جسټس منصورعلي شاه،جسټس منیب اختر،جسټس یحیی اپریدی،جسټس سید مظاهر علي اکبر نقوي اؤ جسټس عایشه ملک شامل دي.
دملکي خلکو په ضد پوځي محکمو کې دمقدمو چلول کیدو پرضد پخواني چیف جسټس جواد ایس خواجه اؤ دوؤ نامتو وکیلانو اعتزاز احسن اؤ کرامت علي هم سپریم کورټ کې خواستونه جمع کړي دي.
په نهم مې دپخواني وزیراعظم عمران خان دنیول کیدو پرضد دهغه دګوند پاکستان تحریک انصاف پلویانو ګرد هیواد کې له قاره ډک احتجاجونه کړي وؤ اؤ په دغه مهال دولتي ودانیو اؤ پوځي تاسیساتو ته اورونه اچول شوي وؤ.
دنهم مې دپېښو نه وروسته د پوځ دسرلښکر جنرال عاصم منیر په مشرۍ دکورکمانډرانو په ترسره شوې غونډه کې پرېکړه شوې وه چې په پوځي تنصیباتو بریدونو کې دککړو کسانو پرضد به دپوځي ایکټ اؤ افیشل سیکرټ ایکټ په اساس مقدمې چلولی شي اؤ وروسته دقامي امنیت کمیټې هم ددې فیصلې ملاتړ کړی ؤ.
دملکي خلکو په ضد پوځي عدالتونو کې په مقدمو چلول کیدو دبشري حقونو نړیوالو تنظیمونو هم اندېښنې ښودلي اؤ دپاکستان په حکومت یې غږ کړی دی چې باید دعامو وګړو جمهوري،اییني اؤ قانوني حقونه خوندي وساتي.
خو دقانون وزیر ښاغلي اعظم نزیر تارړ روانه اوونۍ لندن کې رسنیو ته ویلي وؤ چې په پوځي عدالتونو کې مقدمو سره مخ ملکي وګړو ته به د وکیل اؤ اپيل کولو بشپړه حق ترلاسه وي اؤ دهغوي حقوق به نه پایمالیږی.
د سپریم کورټ وکیل شېرامان خان یوسفزي تېره ورځ د ډیوه خبریالې رابعه پیر ته ویلي وؤ، افیشل سیکرټ ایکټ او ارمې ایکټ کې ددې خبرې ذکر شته چې د پوځ د عسکرو تر څنګ عام وګړي که چرته د پوځ پر ودانۍ برید وکړې یا ورته زیان ورسوي نو ددغه قانون لاندې یې خلاف کاروايي کېدای شي.
خو دنوموړي وکیل تر مخه دغه قانون دایین پر ضد دی چې له امله یې د پوځې عدالت پریکړه سپریم کورټ کې چیلنج کیدای شي.
د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن پخوانۍ مشره زهرا یوسف وايي، "مونږ د پوځي عدالتونو خلاف یو، د عامو وګړو مقدمې باید په سيويلین عدالتونو کې وچلولی شي ځکه مونږ سیویلین قانون او عدالتونه لرو پوځي عدالتونو ته ضرورت نشته، بل دا چې د پوځي عدالتونو پر انصاف هم اکثر پوښتنې راپورته کیږي"
د مې په 26مه د کورنیو چارو وزیر ثناالله ويلي وو د تورنو کسانو څخه يواځې 33 پوځي چارواکو ته سپارل شوي او د نورو پر ضد به سیویلین عدالتونو کې مقدمې چليږي.
پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن اېچ ار سي پي، د پاکستان بار کونسل، مدني ټولې او نامتو قانون پوه اعتزاز احسن په شمول نورو غوښتنه کړې د نهمې مې د ورانکارۍ او تشدد په پېښو کې ککړو ټولو کسانو مقدمې دې په پوځې نه بلکې په سېول عدالتونو کې وچلولی شي.