واشنګټن ــــ ملګري ملتونه او امریکا وایي پر افغانستان واکمن طالبان چې تر څو پورې پر ښځو لګولي بندیزونه لرې نه کړي او د هغوی د کار او تعلیم حقونه پر ځای نه کړي دا به د دوی په رسمیت پېژندلو کې خنډ وي او امکان نه لري چې دوی په نړیواله کچه قانوني حکومت ومنل شي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جون پر 21مه د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه را بللې وه چې تر ډېره پکې د طالبانو د حکومت پر هغو تګلارو خبرې وشوې چې د ښځو او نجونو حقونه یې محدود کړي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا غونډې ته په خپله وینا کې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې پر ښځو د بندیزونو فرمانونه بیرته واخلي.
مېرمن اوتنبایوا وویل د ښځو پر کار بندیز په ځانګړې توګه ملګري ملتونه په نخښه کړي، وایي طالبان غواړي ملګري ملتونه او د دې ادارې غړي یې په رسمیت وپېژني، خو ورسره د ملګرو ملتونو په منشور کې د مهمو ارزښتونو خلاف عمل کوي:
"د افغانستان له واکمنو چارواکو سره په منظمو بحثونو کې زه پر هغو خنډونو په په ډاګه خبرې کوم چې دوی د خپلو فرمانونو او بندیزونو په وسیله ځان ته جوړ کړي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو خلاف. موږ دوی ته ویلي چې تر څو دا فرمانونه پر ځای وي، دا تقریباً له امکانه لرې خبره ده د نړیوالې ټولنې غړي به یې حکومت په رسمیت وپېژني."
طالبانو تر یونیم کال زیاته موده کېږي تر شپږم ټولګي پورته او د تېر کال د دسمبر له 20مې راهیسې د نجونو اعلی تعلیم ځنډولی، همداسې یې د تېر کال د دسمبر له 24مې په غیرسرکاري کورنیو او نړیوالو ادارو کې هم د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ښځو او نجونو له حقونو سره سره د سیاسي واک په برخه کې هم د طالبانو پر تګلارو نیوکې وشوې.
روزا اوتنبایوا وویل، د طالبانو حکومت نه یواځې ټولشموله نه دی، بلکې یو آمرانه او تنګ نظره حکومت دی چې وایي ټول پکې نارینه او نیژدې ټول پښتانه دي چې کلیوال سیاسي پس منظر لري.
د امنیت شورا غونډې ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق وویل چې د افغانستان ښځې او نجونې نن سبا له جنسیتي اپارتایډ یا ځورونې سره مخ دي.
وایي دوی مجبوره کړل شوې دي حجاب واغوندي او له کورني نارینه پرته تر 75 کیلومیټره پورې سفر ونه کړي او په دې توګه طالبان په منظمه توګه د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي:
"موږ هیله لرو چې نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه دغه کونسل [امنیت شورا] به په همږغۍ او یووالي سره عمل وکړي او د ترهګرۍ په مرکز د افغانستان د بدلېدو مخه به ونیسي او د یوې هراړخیزې روغې جوړې ضمانت به ورکړي چې د یوه پراخ قانوني سیاسي جوړښت او نظام د جوړېدو سبب شي".
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانو ښځو او نجونو حقونه په نړیواله کچه د طالبانو د منلو او په رسمیت پېژندلو په لاره کې یو خنډ دی.
د وي او اې اشنا خبریال د جون پر 21مه د وزارت له ویاند ویدانت پټېل څخه وپوښتل، د نجونو پر تعلیم د طالبانو بندیز یواځې غندل شوی دی، خو په دې برخه کې څه بدلون نه دی راغلی، آیا څه نوې پالیسي هم شته چې پر طالبانو فشار واچوي:
"پر طالبانو د فشار لپاره له موږ سره ډېرې وسیلې دي، موږ مخکې هم ویلي دا له ښځو او نجونو سره د طالبانو له سلوک سره تړلې ده. دا یوه بنیادي برخه ده چې د نړیوال قبولیت او پېژندنې لپاره د هغوی له غوښتنې سره تړاو لري، تر څو دوی [طالبان] د خپلې ابادۍ نیمايي برخې [نارینه وو] غوندې بلې نیمايي برخې [ښځو] ته هم حقوق، ګټې او رسایي ور نه کړي، یواځې د افغانستان راتلونکی نه پر شا کوي، بلکې د خپل حکومت د رسمیت پېژندنې په لاره کې هم خنډ جوړېږي".
طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ښځو او نجونو د کار او تعلیم په اړه اندېښنو ته لا څه جواب نه دی ویلی او نه یې هم د امریکې د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې جواب کړې دي، خو تل یې ویلي چې ښځو او نجونو ته یې له اسلامي شریعت سره سم حقونه ورکړي دي.