په بحراوقیانوس کې دتباه شوي ټایټنک جهاز دکتنې لپاره دسېلګرو د وړونکي ابدوز په سمندر کې دتباه کیدو اؤ پکې د ناستو پینځوؤ وارړو کسانو د مړینې پخلی شوی دی.
دټایټن نومې ابدوز دملبې دموندل کیدو د رپورټونو مخې ته له راتلو وروسته ددغه ابدوز مالکې کمپنۍ اوشین ګیټ منلې ده چې ابدوز کې ناست پینځه واړه کسان مړه شوي دي.
دسي این این د رپورټ له مخې د اوشین ګیټ کمپنۍ له لوري په دې اړه تېره ورځ خپور کړل شوي بیان کې ویل شوي "اوس مونږ په دې باور یو چې زمونږ سي اي او اسټاک کټن رش.شهزاده داود،دهغه زوي سلیمان داؤد،هیمش هارډنګ اؤ پال هنري نارجولیټ مو دتل لپاره بایللي دي"
په ابدوز کې دټایټینک دنندارې په غرض سمندر ته ښکته شوؤ کسانو کې دوه تنه شهزاده داؤد اؤ دهغه زوي سلیمان داؤد پاکستاني وګړي دي چې په لندن کې یې ژوند کولو.
کمپنۍ پخپل بیان کې ویلي "دا ټول کسان په رېښتوني ډول حیقیقت موندونکي وؤ چې په دغه لاره کې یې یوه بیله جذبه ښودلې ده، په دې غمژنه پېښه کې زمونږ زړونه ددې پینځوؤ واړو روحونو اؤ دهغوي دکورنیو دهر غړي سره دي،مونږ په دې ځاني زیان غمژن یو"
په ابدوز کې دناستو پینځوؤ کسانو دمړینې دتصدیق نه څو شېبې وړاندې دسمندر په تل کې دملبې موندل کیدو رپورټونه مخې ته راغلي وؤ چې دهغې په حواله ویل شوي وؤ دا ملبه د لادرکه شوي ابدوز ټایټن ده.
بیلابیلو رسنیو پخپلو رپورټونو کې ویلي کومه ملبه کې چې دسمندر دتل نه موندل شوې هغې کې دټایټن ابدوز دناستې فریم اؤ شاتنۍ برخه شامله ده.
تر اوسه داسې څه نه دي ویل شوي چې سمندر نه دملبې راویستو لپاره به دکومې بڼې عملیات کیږي اؤ په ابدوز کې دمړو شوؤ کسانو مړي به وموندل شي که نه ؟
دامریکې سمندري ځواکونو هم ابدوز کې سمندر ته دښکته شوؤ پینځوؤ واړو کسانو دمړینې پخلی کړی دی .
امریکایي سمندر ساتونکو ځواکونو پخپل بیان کې ویلي دټایټینک جهاز دملبې سره نزدې چې کومه ملبه موندل شوې ماهرین دهغې جاج اخلي.
دامریکې دسمندر ساتونکو ځواکونو په بیان کې راغلي چې دهغوي نیکې هیلې دغه پېښه کې دمړو شوؤ پینځوؤ واړو کسانو دکورنیو سره دي اؤ په بیان کې دا هم ویل شوي چې ددې خبرې جاج اخستل کیږي چې ابدوز سره په سمندر کې څه شوي اؤ اوس څنګه دلټونې عملیات په غوره توګه سرته رسیدلی شي.
دټايټینک دلیدنې لپاره ددې تللي ابدوز دلادرکه کیدو رپورټونه د دوشنبې په ورځ هغه مهال مخې ته راغلي وؤ چې د اوشن ګیټ ایکسپیډیشن نومې کمپنۍ پخپل یو لنډ بیان کې ویلي وؤ هغوي ابدوز کې دسورو کسانو د بچ کولو لپاره ټولې لارې چارې چمتو کوي.
دټایټنیک جهاز ملبه په سمندر کې 3800 میټره ژوره پرته ده اؤ په رپورټونو کې ویل شوي چې اوشن ګیټ کمپنۍ دټایټینک دملبې لیدنې لپاره بوتللو کسانو څخه سړي سر دوه نیم لکه ډالر اخستي وؤ.