دهندوستان وزیراعظم نریندر مودي دامریکایي کانګریس اؤ سینیټ غونډې ته خپله وینا کې ویلي،ترهګري دټولې نړۍ لپاره یوه ستونزه ده ځکه نو دترهګرۍ جرړې غوڅول "اؤ مونږ ته دترهګرو دسرپرستۍ کوونکو سره په ګډه پکار ده"
هغه ویلي دا دجګړې نه بلکې دمذاکراتو اؤ سفارتکارۍ دور دی.
دنریندر مودي په خبره دنن نه څو کاله وړاندې چې هغه امریکایي کانګریس ته وینا کوله نو هغه مهال هند دنړۍ لسم لویې معیشت ؤ اؤ نن په نړۍ کې پینځم ستر معیشت دی.
ددفاع په اړوند خپله وینا کې ښاغلي مودي ویلي ددې پېړۍ په پیل کې ددفاع په څانګه کې دامریکې اؤ هند مرستې ډیرې لږې وې خو نن امریکا دهند تر ټولو ستره دفاعي شراکت داره ده.
هغه پخپله وینا کې دهند اؤ امریکې ترمنځ دمرستو امکانات لامحدوده وبلل اؤ وي ویل خواریکښو هندی اؤ امریکایي وګړو هند اؤ امریکې سره په مینې کولو دوه اړخیزه اړیکو پیاوړي کولو کې مهم رول لوبولی دی.
هغه وویل هند اؤ امریکې په مهمو څانګو کې دټیکنالوژیکل مرستو هوډ کړی دی.
دهندي وزیراعظم وینا وه چې د یوکراین جګړه د یورپ لپاره د پریشانۍ وړ ده اؤ دې لړ کې هغه په سوله ییزه توګه دستونزو په هواري اؤ دملکونو په سیمه ییز سالمیت ټینګار وکړو.
"دا دور دجګړې نه دی بلکې د خبرو اترو اؤ سفارتکارۍ دی"
نوموړي وویل "ترهګري دټولې نړۍ لپاره یوه ستونزه ده،دترهګرۍ جرړې غوڅول اؤ مونږ ته دترهګرو دسرپرستۍ کوونکو سره مقابله پکار ده"
تر دې وړاندې دامریکایي صدر جوباییډن سره ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې دهند وزیراعظم وویل هند کې دهیچا سره توپیري چلند نه کیږي.
د زیارت په ورځ دغه ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې دامریکې صدر جوباییډن ویلي وؤ هغه نریندر مودي سره په جمهوري کدرونو خبرې اترې کړې دي اؤ امریکا اؤ هند دواړه دیو بل درناوی کوي.
دصدرباییډن وینا وه چې دامریکې اؤ چین اړیکې هغه شان نه دي لکه څنګه چې دامریکې اؤ هند اړیکې دي.
دهغه په وینا، داڅکه چې مونږ دواړه جمهوري هیوادونه یو اؤ په دې توګه دیو بل ډیر زیات درناوی کوؤ.
صدر باییډن ویلي "زه باور لرم چې مونږ د هر وګړي په وقار یقین لرو،دا خبره د ټولې دنیا په ګټه ده چې مونږ دې کامیاب یو اؤ خپل جمهوریتونه دې په بریالیتوب سره پرمخ یوسو"
هند کې دبشري حقونو پرضد دتوپیري رویې په اړوند دیوې پوښتنې ځواب کې دنریندر مودي وینا وه "هندوستان یو جمهوریت دی اؤ څنګه چې صدر باییډن هم وویل ،هندوستان اؤ امریکا دواړو هیوادونو کې جمهوریت زمونږ په ډي این ای کې دی،جمهوریت زمونږ په روح کې دی اؤ جمهوریت زمونږ په رګونو کې چلند کوي"
دانساني حقونو په اړوند دخپل حکومت نه ددفاع کولو په ترڅ کې وزیراعظم نریندر مودي وویل دهغه حکومت دجمهوریت په اساسي اصولو ولاړ دی.