واشنګټن - د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف په نړيوالو غږ کړی روان اقتصادي اړی ګړی او موسمي بدلون "موقع په لاس راکوي په ګډه کار وکړو او کارونه په سم ډول په مخ بوځو".
په پيرس کې د نړيوالې مالياتي غونډې په موقع شهباز شريف د موسمي بدلون په اړه د بحث په برخه کې دا وينا کړې. د غونډې وروستو هغه په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي "نړۍ ته پکار دي دا روان اقتصادي او د موسمي بدلون اړی ګړی يوه موقع وګڼي او لاره سمه کړي".
د پاکستان د موسمي بدلون او د دې په نتيجه کې د بې دريغه بارانونو او سېلابونو په اړه خبري ادارې ای پي ليکلي د پښتونخوا په کالام سيمه کې ګاډي تر اوسه په وران او تنګ سړک مزل کوي چې تېر کال د سوات په سيند کې راغلي سيلاب وړی دی.
د کالام هوټل ايسوسي ايشن صدر ملک عبدالودو ای پي ته ويلي “مونږ د هوټلونو مالکان دا سړک په خپلو پيسو خلاص ساتو. مونږ چې څومره کولی شو هغه کوو خو دا د حکومت کار دی”.
د مرستو نړيوالې ادارې وايي د کال 2022 سيلابونه سمبالول به د هر حکومت استعداد ته يوه ننګونه وه. شهباز شريف په ټویټر ليکلي، سيلابونو د پاکستان نزدې دېرش ارب ډالر نقصان کړی دی.
يونیسېف وايي نزدې شل ميلينه سېلاب ځپلي خلک چې نهه ميلينه پکې ماشومان دي لا اوس هم بشري مرستو ته اړتيا لري.
ياده خبري اداره زياتوي په کوز پاکستان کې د نورو صوبو او په خصوصي توګه د سند صوبې په تېرو سيلابونو کې ډېر زيان شوی او د بحالۍ کار يې ډېر ورو روان دی.
خلک چې کومې خبرې ډېر انديښمن کړي او چې تر ډېره وخته به اغېزه ولري هغه د وړل شوو سکولونو بيا ابادول دي.
د سند په 40,356 سکولونو کې نزدې نيم په نيمه لا خو مکمل وړل شوي او لا ورته نقصان رسېدلی چې د چارواکو په وينا په څلور نيم ميلين زده کونکو کې يې 2.3 ميلين طالبعلمان متاثر کړي. يوه غټه وجه د سکولونو د ورانېدو دا وه چې د سکولونو ودانۍ د 25 نه 30 کاله پورې زړې وې.
بله وجه يې دا ده چې دا ودانۍ د موسمي اثرات مقابله نه شي کولی او لا داسې جوړې وې چې سېلاب ته ټينګې شي. دا حالت بدل نه کړی شو او دا سره د دې چې ياده صوبه په پاکستان کې د سخت موسمي بدلون سره مخ ده.
تر اوسه د چين او اېشيا ډويلپمنټ بېنک په مالي مرستو نزدې 2000 سکولونه بيا اباديږي.
ځايي چارواکي وايي بيا ابادول به دوه کاله وخت واخلي او دې ځل په ودانیو کې د موسمي بدلون د مقابلې خيال ساتل کيږي. په ډېرو کلیو کې ماشومان په خېمو کې زدکړې کوي چې بجلي، پکي او رڼا نه لري.
استاذان په ويره کې دي چې دې ځل به د ګرمۍ موسم څه راوړي کله چې تودوخه 50 ډګري سېلسييس ته ورسي چې په خېمه کې به د ګرمۍ د لاسه کېناستل ګران وي.