لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: قامي اسمبلۍ د راتلونکي مالي کال بجټ منظوري کړی، د ټېکس هدف نور سېوا کړی شوی


د پاکستان قامي اسمبلۍ د کال 2023/24 د مالي کال د بجټ منظوري ورکړې ده، په بجټ کې د ټېکس يا ماليې هدف 215 اربه روپۍ نور سېوا کړی شوی دی، پاکستانۍ رسنۍ وايي د ماليې هدف د نړيوالې مالياتي ادارې [ای اېم اېف] په غوښتنه سېوا کړی شوی دی.

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار ويلي، د نړیوالې مالياتي ادارې ای ایم ایف سره یې د حکومت د شپږ اربه ډالرو د پور د پروګرام د بحالۍ هڅې روانې دي او په دغه لړ کې د 215 ارب روپیو پر نویو ټیکسونو لګولو ورسره رضا شوي دي.

اسحاق ډار دغه خبره د شنبې/ خالي په ورځ په قومي اسمبلۍ کې د بجټ په اړه ځانګړې غونډه کې کړې او ويلي یې وو، وزیراعظم شهباز شریف په پېرس کې د ای ایم ایف له مشرې سره دوه ځله لیدلي او پر دې سلا شوي چې د نهمې جایزه پروګرام د بشپړېدو لپاره به یوه وروستۍ هڅه هم وکړي.

اسحاق ډار په نهم جون د مالي کال 2023 او 2024 دپاره د د 14460 اربه روپو بوديجه يا بجټ وړاندې کړی وو.

په بجټ کې ځینې بدلونونه شوي او د اتوار په ورځ يې قامي اسمبلۍ منظوري ورکړې ده.

اسحاق ډار په قامي اسمبلۍ کې په بجټ کې شوي بدلونونه ويلي دي.

په بجټ کې په بجټ کې د مجموعي خرڅونو هدف 14480 روپۍ اېښودی شوي او د صوبو برخه پکې د 5280 اربه روپو نه 5390 اربه روپو ته سېوا کړی شوې ده.

هغه وويل، د ماليې يا ټېکس هدف د 9200 اربه روپو نه 9415 اربه روپو ته سېوا کړی شوې او د پنشن حجم د 761 اربه روپو نه 801 اربه روپۍ کړی شوی دی.

ویل شوي، د بدلونو په نتيجه کې به د بجټ په خساره کې ښه والی راشي او د مالياتي خساره به 300 اربه روپۍ راکمه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG