په خېبرپښتونخوا کې د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 ويلي، بونير کې د باران له امله د يو کور چت پرېوتی، يوه ښځه مړه او د ماشومانو په ګډون شپږ کسان ژوبل شوي دي. او د پاکستان د پنجاب صوبې په بېلا بيلو سيمو کې د زورور باران په مهال د تندرونو پرېوتو په پېښو کې لږ تر لږه اته کسان مړه شوي دي.
پښتونخوا کې د ژغورنې ادارې ويلي، بونير کې د کور د چت پرېوتو پېښه په تخته بند نومې کلي کې شوې ده.
د پاکستان ډان ورځپاڼې ویلي، پنجاب کې د تندرونو پرېوتو پېښې په ناروال، سيالکوټ او شېخو پوره کې شوي دي، د ژغورنې ادارې پېښې تاييد کړي دي.
پرون ناوخته د بلوچستان صوبې په مرکزي ښار کوټه، شمالي او منځنو سيمو کې هم زورور بارانونه او ورسره ږلۍ شوې ده، ځای په ځای د بارانونو له امله د سېلابونو راتلو هم ويل شوي او لارې یې بندې کړي دي.
پاکستان کې د موسمياتو محکمې درې ورځې وړاندې، د 25م جون تر 30م جون پورې د خېبرپښتونخوا صوبې په چترال، کوز او بر دير، ملاکنډ، بونير، سوات، شانګله، هزاره ډیويژن، مردان، صوابۍ، پېښور، نوښار، چارسده، باجوړ، مومند او جنوبي ضلعو کې په وقفې وقفې سره د بارانونو او تېزې سيلۍ امکان څرګند کړی وو.
د موسمياتو محکمې د 26م جون نه تر 29م جون پورې د بلوچستان صوبې په بېلابيلو برخو کې د تېزې سيلۍ سره د بارانونو ويلي وو.
په خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] ويلي، په صوبه کې د بيا رغونې او ابادۍ ادارې د کال 2023 د پشکالي بارانونو احتمالي پلان جوړ کړی دی، د کوم هدف د افتونو په وخت د خطرو کمول او په وخت ورته غبرګون ویل دي.
پي ډي اېم اې ويلي، د تېرو تجربو په رڼا کې پلان جوړ کړی شوی، او هدف یې د خلکو ژوند او معاشونو خوندي کول وي.