دافغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني ویلي، طالبانو افغانستان کې ددایمي او عادلانه سولې پرځای د منفي امنیت لاره غوره کړې ده چې دا، لاسته راوړنه نه ده بلکې جبري امنیت دی چې نتیجه نه ورکوي، ځکه افغانان وایي "په زور کلي نه کېږي"
دغټ اختر په اړوند خپل پیغام کې ښاغلي غني ویلي،نه طالبان دا مشروعیت او حق لري چې د افغانستان کانونه په پټو معاملو چاته ورکړي او نه بهرني هېوادونه او شرکتونه دا حق لري چې د مشروعیت په خلا کې د هېواد زېرمې تالا کړي.
اشرف غني پخپل دې پیغام کې نه ده واضحه کړې چې دطالبانو حکومت دافغانستان کانونه چاته ورکړي دي ؟خو په دې وروستیو کې په مطبوعاتو کې داسې ګڼ شمیر دعوې مخې ته راغلي چې دافغانستان دسکرو اؤ قیمتي ډبرو ذخیرې په پټه پاکستان ته روانې دي.
طالب چارواکې پرله پسې پخپلو څرګندونو کې دعوې کوي چې دافغانستان ملي ګټو ته ژمن دي اؤ دافغانستان دټولو قدرتي وسیلو پالنه اؤ ساتنه کوي.
پخپل پیغام کې پخواني ولسمشر دطالبانو لخوا افغانستان کې ټینګ کړل شوي امنیت ته دمنفي امنیت نوم ورکړی اؤ ویلي یې دي:
"منفي امنیت نه یوازې هوسایي را نه وسته بلکې طالبان یې، هم له افغانانو او هم نړۍ سره په تقابل کې ودرول چې فقط یوه خبره کوي «نه یې منم!» دا یو بې ګټې دریځ دی، ځکه اصلي زیان یې وطن ته رسېږي چې فرصتونه بایلي"
په افغانستان د واکمنو طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده پخپل یو وروستي بیان کې ویلي دوي پخپلو کورنیو معاملو کې هیچاته د لاس وهنې اجازه نه ورکوي او نه هم دچا هغه غوښتنې مني چې دشریعت سره په ټکر کې واقع کیږي.
اشرف غني وایي طالبانو یو ځل بیا د هدف او وسیلې تر منځ توپیر ونه شو کړای، واک یې قبضه کړ، خو مشروعیت ته ونه رسېدل.
اشرف غني پخپل پیغام کې منلې ده چې ملي ثبات له طالبانو پرته راتللی نه شي.
"د سولې او ثبات دایمي کېدل اوس په دې اړه لري چې له طالب سره د تېرو شلو کلو چلند صادقانه وڅېړل شي، په خطاګانو اعتراف وشي او له دې لارې، خشونت او غچ اخیستنې ته بهانې له منځه ولاړې شي. ددغې غچ اخیستنې اصلي بیه زموږ خویندې او وروڼه، زموږ ولسونه او نسلونه ورکوي"
داشرف غني په وینا ،اوس باید هدف دا وي چې د بې اعتمادۍ فضا پورته او له دې لارې، نه یوازې اوسنيو، بلکې راتلونکو نسلونو ته سوله، مثبت امنیت او ملي وحدت تضمین کړل شي.
ښاغلي غني زیاته کړې ده ،طالبانو د مکافاتو او مجازاتو الهي حق ځان ته اخیستی، لکه هماغسې چې یې د خلکو دنیاوي حقوق د اسلام په نامه له هغوی ضبط کړي دي.
په افغانستان واکمنو طالبانو لا په سمدستي توګه داشرف غني دې تازه څرګندونو ته خپل غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې پخپلو بیلابیلو بیانونو کې طالب چارواکو په اشرف غني اؤ دهغه تېر حکومت کې په شاملو چارواکو تورونه لګولي چې دافغانستان ملي شتمنۍ یې لوټ کړي اؤ بیا د وطن نه تښتېدلي دي.
خو اشرف غني مدام دغسې تورونه رد کړي او وایي هغه دځان محاسبې ته تیار دی.
پخوانی ولسمشر وایي هغه غوښتل افغانستان د آسیا په متحرک زړه تبدیل کړي، پر نورو د تکیې پرځای، هغوی په ځان تکیه کړي، خو وایي له بده مرغه د سمسورتیا دغه کاروان په نیمه لار کې ودرول شو.
"تاسې اوس حق لرئ له طالبانو وپوښتئ چې دوی څه غواړي او څنګه یې غواړي عملي کړي. کوم حالت ته چې دوی افغانستان ورساوه، آیا فکر کوئ دغه زړه به متحرک او ژوندی پاتې شي؟"
دهغه په وینا ،همدا اوس هېوادونه هغه نړیوال بحران ته په تابیا بوخت دي چې پر جهان خپور دی او تر ډېرو کلونو به پاتې وي خو هغه پوښتنه کړې چې آیا طالبان ددغه بحران په ژورتیا پوهېږي؟ اؤ آیا له هغې سره د مخامخېدو بشري، مالي او تخنیکي امکانات یې سنجولي دي؟
هغه په طالبانو تور لګولی چې د دین په نامه له ملت او دین سره په شخړه دي. د افغانستان طبیعي ثروت یې د عاجلې ګټې له پاره لیلام کړی او له دې امله یې ځان له تاریخي مسوولیت سره مخامخ کړی دی.
"نه طالبان دا مشروعیت او حق لري چې د افغانستان کانونه په پټو معاملو چاته ورکړي او نه بهرني هېوادونه او شرکتونه دا حق لري چې د مشروعیت په خلا کې د هېواد زېرمې تالا کړي. زموږ جغرافیه، زموږ فضا، زموږ اوبه، زموږ چاپېریال او نور، زموږ د کانونو غوندې ډېر ارزښتناک دي او هره ذره یې دقیق پام او ساتنه غواړي"
هغه وایي اوس ددې وخت رارسېدلی چې هېواد کې د لوبې اصول مشخص شي او هغه دا چې باید نتیجې ته ورسېږو چې څه غواړو؟
اشرف غني ویلي ولس له جنګسالارانو نه هم د پوښتنې حق لري چې ولې یې طلایي فرصتونه ضایع او خپل جېبونه او بانکونه ډک کړل؟
"غواړم په ډاګه ووایم چې تر هغو په ما پورې اړه لري، د افغانستان په سیاسي ډګر کې له جنګسالارانو سره یو ګام پورته کولو ته هم چمتو نه یم. خو د هغوی د سیاسي سرنوشت او هېواد کې د اوسېدو د حق په ارتباط فیصله د ولس لاس کې ده. په دې برخه کې یوه پاک احتساب ته اړتیا ده چې د سؤ استفادې عمق روښانه او بیا د هغې له مخې پرېکړه وشي"
نوموړي ویلي ،د طالبانو سیاسي ناتوانۍ او د ډېرو سیاستوالو مفکوروي افلاس روښانه کړه چې د مسلې حل د دوی تر وس پورته دی.
"موږ باید اوس ټوله هڅه ددې له پاره وکړو چې مشروع نظام زر جوړ او قانونیت تامین شي چې له موږ سره د ولس پاتې امانت ور وسپارل شي"
دهغه په وینا ،دغه هدف ته د رسېدو له پاره یوې دریمې لارې ته اړتیا ده او ویلي دي ،هغه بې له دې چې د وطن له خیر پرته ځان ته څه وغواړم، چمتو دی چې په خپلو نظریاتو ددغې لار نقشې په جوړولو او بریالي کولو کې مرسته وکړي.