لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د ترهګرۍ ختمولو لپاره به پاکستان سره په ګډه کار ته دوام ورکوؤ

دامریکې دبهرنیو چارو دمحکمې ویاند میتهیو ملر وایي امریکا به په ملکي اؤ سیمه ییزه کچه ترهګرۍ نه دپېښو ګډو ګواښونو مقابلې لپاره پاکستان سره په شریکه کار کولو ته دوام ورکوي.

تېره ورځ مطبوعاتو ته احوال تېرولو په مهال چې دبهرنیو چارو دمحکمې ویاند نه د صدرباییډن اؤ نریندر مودي دملاقات دګډې اعلامیې په اړوند پوښتنه وشوه نو هغه یې په ځواب کې وویل:

"مونږ ټوله خطه کې دترهګرۍ نه دپېښو ګډو خطرو دمقابلې لپاره پاکستان سره په ګډه دکار کولو پخپل هوډ ولاړ یو"

تېره اوونۍ امریکې ته دهند دوزیراعظم نریندر مودي دسفر په مهال دصدر جوباییډن اؤ مودي دملاقات ګډه اعلامیه کې په پاکستان دترهګرو ډلو پرضد دګامونو اخستو ټینګار شوی ؤ اؤ ویل شوي وؤ پاکستان باید دخپل کنټرول لاندې سیمې د ترهګرۍ دمقصدونو لپاره کارول کیدو ته پرې نه ږدي.

امریکایي ویاند وویل دپاکستان ولس دترهګریزو بریدونو له امله دکلونو راهسې مشکلات اؤ ستونزې زغملې دي.

هغه وویل" مونږ منو چې پاکستان دترهګرو ډلو ختمولو اؤ دخپل نیشنل ایکشن ټاسک فورس دایکشن پلان بشپړولو لپاره ګڼ شمیر ګامونه اخستي دي، چې هغې کې دساجد میر نیول کیدل اؤ هغه ته سزا اورول کیدل هم شامل دي"

دخارجه محکمې د ویاند وینا وه "مونږ پرله پسې ددې خبرې په ارزښت ټینګار کوؤ چې باید پاکستان دې دلشکر طیبه،جیش محمد اؤ ګڼو نورو بې کچه پیاوړو ترهګرو تنظیمونو په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو له مینځه وړلو لپاره خپل ګامونه دوامداره وساتي"

هغه وویل څنګه چې دمارچ 2023م په سي ټي مذاکراتو کې ټاکل شوې ده" مونږ به پاکستاني چارواکو سره دا ستونزه په په دوامداره توګه راپورته کوؤ اؤ دترهګرۍ دګډو خطرو دمقابلې لپاره به پاکستان سره به ګډه کار کوؤ"

دهغه وینا وه چې په لاین اف کنټرول د ډزبندۍ پځای ساتلو باندې امریکا دهندوستان اؤ پاکستان ستاینه کوي.

ددې پوښتنې په اړوند چې دامریکې اؤ هند په ګډه اعلامیه کې هند کې دمذهبي ازادۍ اؤ دانساني حقونو څخه په سرغړونو داندېښنو په اړه هیڅ نه وؤ ویلی شوي،ویاند میتهیو ملر وویل:

"مونږ هندي چارواکو سره خبرو کې په انساني حقونو داندیښنې معامله په باقاعدګۍ سره راپورته کوؤ اؤ پخپله صدر باییډن هم دهندي وزیراعظم نریندر مودي سره دګډ مطبوعاتي کانفرنس په مهال په دې خبره کړې وه"

تېره اوونۍ دامریکایي صدر جوباییډن اؤ دهند د وزیراعظم نریندر مودي دلیدنې په اړوند دسپینې ماڼۍ نه خپره شوې ګډه اعلامیه کې په پاکستان ټینګار شوی ؤ چې دالقاعده،داعش،لشکر طیبه،جیش محمد اؤ حزب المجاهدین په ګډون دهغو ټولو ډلو پرضد باید کوټلي ګامونه واخلي چې دملګرو ملتونو فهرست کې شاملې دي.

دغې اعلامیه ته پاکستان غبرګون کې دپاکستان دخارجه وزارت ویاند ویلي وؤ "مونږ دا (اعلامیه)غیرضروري،یو اړخیزه اؤ ګمراه کوونکې بولو،دا حواله دسفارتي ادابو برعکس د سیاسي بڼې ده "

پخپل بیان کې دپاکستان دخارجه دفتر ویاند ویلي وؤ پاکستان دترهګرۍ پرضد جګړه کې داسې قربانۍ ورکړې دي چې هیچا نه دي ورکړي

This item is part of
XS
SM
MD
LG