لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوالې شمېرې ښیي، پاکستان کې 6.5 او افغانستان کې  13.3 فیصده خلک بې روزګاره دي


دبې روزګارۍ په هکله ښودل شوې نړیوالې شمیرې ښایي چې پاکستان کې دبې روزګارۍ کچه 6.5 اؤ په افغانستان کې 13.3 فیصدي ته لوړه شوې ده.

د "ورلډ اف اسټیټسټکس " لخوا په ښودل شوؤ تازه شمیرو کې ویل شوي پاکستان دنړۍ په کچه 24م ملک دی چې بې روزګاري پکې سیوا ده اؤ کچه یې 6.5 فیصده ته رسیدلې ده.

خو اقتصاد پوهان بیا د سرکاري شمېرو په اساس وايي په پاکستان کې دا وخت د بې روزګارۍ کچه د 7 او 8 فيصدو ترمنځ ده او هرکال 30 لکه ځوانان د روزګار مارکيټ ته داخليږي او دغو خلکو ته د روزګار ورکولو لپاره باید چې اقتصاد وده باوري کړی شي.

دپاکستان په ایکسپریس رسنۍ کې دخپور شوي رپورټ له مخې نایجیریا دبې روزګارۍ په اړه دنړۍ ملکونو کې په اول نمبر دی اؤ دغلته دبې روزګارۍ کچه 33.3 فیصدي ریکارډ کړل شوې ده.

په نایجیریا پسې بیا جنوبي افریقه کې تر ټولو زیات خلک بې روزګاره ښودل شوي چې کچه یې 32.9 فیصدي ریکارډ کړل شوې ده.

په بوسنیا اؤ هرزیګوینا کې بیا دبې روزګارۍ کچه 29.28 فیصدي ښودل شوې ده.

رپورټ کې ویل شوي چې په عراق کې 15.55،افغانستان کې 13.3،برتانیه کې 3.8 اؤ امریکا کې 3.7 فیصدي خلک د روزګار په لټون دي.

شمیرې ښایي چې چین اؤ کاناډا کې دبې روزګارۍ کچه 5.2 فیصدي ده اؤ په بنګله دیش کې بیا دا کچه 4.7 فیصدي ښودل شوې چې دنړۍ هیوادونو کې دبې روزګارۍ دلحاظه 34م هیواد یاد کړی شوی دی.

په دې رپورټ کې ویل شوي چې په نړۍ کې تر ټولو کم بې روزګاره خلک په قطر کې دي چې کچه یې 0.1 فیصدي ښودل شوې ده.

دکال 2020-21 دلیبر سروی یا دخواریکښو دمعلومولو په رپورټ کې ویل شوي وؤ چې پاکستان کې دبې روزګاره خلکو کچه 6.3 فیصدي ده .

په دغو شمیرو کې تر ټولو زیات بې روزګاره خلک په خیبر پښتونخوا کې ښودل شوي وؤ چې شمیره 8.8فیصدي وه.

په لیبر سروی کې په پنجاب کې دبې روزګارۍ کچه 6.8فیصدي،سیند کې 3.9فیصدي او بلوچستان کې 4.3فیصدي ښودل شوې وه.

دانټرنیشنل لبیر ارګنایزیشن یا دمزدورانو دنړیوال سازمان د رپورټ له مخې پاکستان کې د15کالو نه نیولي د 24 کالو په عمر 10.8 ځوانان بې روزګاره اؤ 36 فیصد زلمي دخپل مستقبل نه مایوسه دي.

په پاکستان کې وروستۍ سرشمیرنه دتېرې مئ میاشتې په 15 نیټه سرته رسېدلې چې دهغې له مخې دپاکستان ټوله ابادي 24 کروړه اؤ 65 لکه ښودل شوې ده.

سږکال داپریل په میاشت نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې په روان مالي کال کې به پاکستان کې د ګرانې کچه د 27 فيصدو څخه زياته وي او بې روزګاري به هم اووه فيصده ته سېوا کيږي.

د اقتصادي چارو کار پوهه خبريال مهتاب حېدر په دې وروستیو کې د ډیوه خبریال ارشد حسین ته ویلي وؤ ايي اېم اېف چې د سېلاب نه وروسته د پاکستان د مجموعي اقتصادي ودې شرحه دوه فيصده لګولې وه نو هغه یې اوس لا نوره ټيټه کړې ده او دا کچه يې 0.5 ته ښکته کړې ده.

دهغه وینا وه چې د کمې اقتصادي ودې په نتیجه کې به په راتلونکو ورځو کې په پاکستان کې بې ګاري او ګراني نوره سېوا کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG