لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان، خليجي هيوادونو او نوره نړۍ کې لوی اختر نن، پاکستان کې سبا نمانځل کيږي


په افغانستان، سعودي عرب، خلیجي هېوادونو او د نړۍ په نورو اکثرو هېوادونو کې مېشت مسلمانان لوی اختر نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ نمانځي، خو په پاکستان کې به لوی اختر سبا د جون په 29مه وي.

رپوټونه وايي، په امريکا، برتانیه او کېنېډا کې په ځینو ځايونو کې لوی اختر نن او په ځينو ځايونو کې به سبا نمانځل کيږي.

په سعودي عرب کې د حج په مهال نن د رمې يا شېطان ويشتو، قربانۍ او احرام پرانیستو سره د نورو مراسمو ترسره کولو ورځ ده.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو رئیس الوزرا یا وزیراعظم د اقتصادي چارو سلاکار ملا عبدالغني په ارګ کې د لوی اختر د نمانځه وروسته ویلي، بهرنیان اوس هم افغانان په ارامه نه پرېږدي او داسې ګنګوسې کوي چې ګنې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې دي او خلک هڅوي چې هېواد پرېږدي.

هغه ويلي، په افغانستان کې اقتصادي ستونزې د تیرو 20 کلنو د وضعیت او په ځانګړي ډول د دوامدارې وچکالي له امله دي او واکمنه طالبانو د اقتصادي مشکلاتو هوارولو هڅې کوي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف مسلمانانو او بهرنيو هيوادونو کې مېشتو پاکستانيانو ته د لوی اختر اومبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده، لوی اختر د قربانۍ، برابرۍ، خواخوږۍ او جذبې نخښه ده، او په ټولنيزه او اقتصادي کچه نابرابري راکموي یو والي او همدردۍ ته وده ورکوي.

پرون په مسجد نمره کې د حج په خطبه کې شېخ ډاکټر يوسف بن محمد ویلي، د مسلمانانو دپاره په خپلو کې یو ځای پاتې کېدل اړين دي د فرقو څخه لرې پاتې حکم دی، جګړې کوونکي دې پوهه کړی شي، په ټولنه کې یو والی جوړول، د کورنۍ او هر تن زمه واري ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG