واشنګټن ــــ د پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د شري يا ميزل ناروغۍ له امله په کال 2023م کې 25 ماشومان مړه شوي او څه 3000 پورې نور په دغه رنځ اخته شوي دي.
ډاکټران وايي د شري ناروغي په اسانۍ سره د يو ماشوم نه بل ماشوم ته لګېدی شي او خلک بايد داسې ماشومان د نورو لرې وساتل شي.
د حيات طبي روغتون د ماشومانو د وارډ ماهر ډاکټر عابد عمران وي او اې ډيوه ته وايي شري ناروغي هسې هم خطرناکه ده او بيا چې نمونيا او هیضه ورسره شي نو ماشوم مرګ ته رسوي:
"د شري ناروغۍ لګېدو لویو علتونو کې د ټيکې يا وېکسين نه لګول او بله دا چې په ګڼه ګوڼه کې د يو ماشوم نه بل ماشوم ته دغه ناروغي لګي او زياتره خلکو ته دا پته نه لګي چې دا يو ماشوم به بل ماشوم نه لرې ساتي".
عابد عمران وايي زياتره ماشومان مونږ ته په وخت نه راوړل کېږي او بيا چې کله په اخر وخت کې راشي نو ماشوم د مرګ خولې ته ورسېدلی وي. وایي بايد خلک ټيکې ولګوي او خپل ماشومان دې د لارې د شري د ناروغۍ نه خوندي وساتي.
د خېبرپښتونخوا د روغتيا محکمې د شمېرو تر مخه تر ټولو زيات 462 ماشومان په ډېره اسماعيل خان سيمه کې د شري په ناروغۍ اخته شوي چې په کې 13 مړه شوي هم دي.
د شري په ناروغۍ اخته شوؤ ماشومانو کورنيو غړي وايي بايد هر سړی په وخت خپل ماشومان پوهه ډاکټر او روغتون ته یې ورسوي.
د پېښور د شبقدد اوسېدونکی صابرالله چې حيات اباد طبي روغتون ته يې د شري په ناروغۍ اخته شوی زوی راوړی وي او اې ډيوه ته وايي دوی ته اول کې پته نه وه او په حکومتي روغتون کې یې ماشوم داخل کړی هم وو خو پس د هغې نه یې يو ډاکټر ته يووړو او هغه بيا یې په حکومتي روغتون کې داخل کړ:
"اوس مو ماشوم تر ډېره حده ښه شوی او يو ورځې نه يې تر بلې صحت ښه کېږي او دلته سهولتونه هم شته۔ بايد ټول خلک د شري ناروغۍ په ضد ټيکې ولګوي او خپل ماشومان دغه مرض نه خوندي اوساتي".
د روغتيا محکمې شمېرې زياتوي د ډيي ايي خان ترڅنګ په چارسده کې د شري رنځ باندې 317، پېښور کې 226، باجوړ کې 166 او هم دغه ډول په مردان، صوابۍ، کرک او نورو سيمو کې ماشومان اغېزمن شوي دي۔
په کال 2022 کې د حکومتي شمېرو ترمخه د شري او روبېله په ضد مهم کې 18 لکه پورې ماشومانو ته په 38 ضلعو کې ويکسين لګول شوي وو او څه 98 فيصده ماشومان ته وېکسين لګول شوي وو.
ډاکټران وايي بايد خلک په دې خبره پوهه کړی شي چې د ټيکې لګولو سره ماشوم تر ډېره حده دغې ناروغۍ نه خوندي کېدی شي او همدغه ډول يې مخنيوی هم کېدی شي.
د رغتيا چارو پوهان وايي د نړيوالو ادارو د شمېرو ترمخه، په کال 2021 کې د شري ناروغۍ له امله په ټول پاکستان کې څه 800 پورې ماشومان مړه شوي وو او 18000 نه زيات ماشومان په دغه مرض اخته شوي وو.