لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي: د وسله وال تن برید کې د امریکا د کونسلګرۍ ساتونکی او ځوابي ډزو کې بریدګر وژل شوی دی


دسعودي عرب په جده ښار کې دامریکایي قونصلیټ ترڅنګ د ډزو یوه پېښه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.

دسعودي پریس ایجنسي اؤ یو شمیر نورو رسنیو په رپورټونو کې ویل شوي دا پېښه د زیارت په ماښام رامنځته شوې ده.

رپورټ کې ویل شوي چې جده کې یو وسله وال تن خپل ګاډی دامریکایي قونصلیټ مخې ته ودرولو اؤ بیا ټوپک په لاس د قونصلیټ په لوري روان شو اؤ دقونصلیټ په ساتونکو یې ناتاره ډزې پیل کړې.

د رپورټ له مخې د یاد تن په ډزو کې د امریکایي قونصلیټ یو نیپالي ساتونکی وژل شوی دی .

رپورټونه وایي په دغه مهال دقونصلیټ امنیت ساتونکو ځواکونو هم په وسله وال تن ځوابي ډزې کړې دي چې پکې هغه وژل شوی دی.

د وژل شوي تن پیژندګلو لا نه ده شوې چې څوک دی اؤ ولې یې غوښتل په امریکایي قونصلیټ یا دهغې په ساتونکو برید وکړي.

دسعودي پریس ایجنسي رپورټ کې د مکې د پولیسو له خولې ویل شوي چې دپېښې نه وروسته امنیتي ځواکونه په ګڼ شمیر کې سیمې ته رسیدلي اؤ دپېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

دپېښې په اړوند دسعودي چارواکو یا امریکایي قونصلیټ رسمي دریځ لا مخې ته نه دی راغلی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG