لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملا هبت الله: د نړۍ د هیڅ قدرت تر اثر لاندې به را نه شو چې واقعي اسلامي نظام را نه ولو


واشنګټن ــــ پر ښځو او نجونو په تېرو څه کم دوو کلونو کې په لسګونو د بندیزونو فرمان جاري کوونکی د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده وایي د نړۍ د هیڅ هېواد تر اثر لاندې به را نه شي او نه بر پر دې معامله وکړي چې په افغانستان کې بشپړ اسلامي نظام عملي نه کړي.

ملا هبت الله اخوندزاده د اختر په مناسبت ولس ته وینا کړې خو د تل په څېر یې څېره پټه ساتل شوې او وینا یې په آډیو بڼه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر خپره کړې ده، هغه وایي ژر به یې د حکومت قوانین راووځي چې " 100 فیصده به د شریعت په اساس" جوړ شوي‌ وي:

"کوښښ کوم، ټول نظام شرعي او ټول قوانین شرعي وي او تاسو به یې څه وخت وروسته ووینئ، په دې قوانینو کې به آیتونه او حدیثونه وي، مسایل به وي، فقه به وي، شریعت به وي".

د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي د اختر په اړه پیغام کې ویلي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د طالبانو حکومت باید په هېواد کې د دایمي سولې د ټینګښت لپاره ملي خبرې اترې پیل کړي.

حامد کرزي پر خپله ټویټر او فېسبوک پاڼه لیکلي، د داسې سولې غوښتونکی دی، چې ټول خلک پکې د باور او ملکیت احساس وکړي او د یووالي په فضا کې دایمي سولې او ارام، علم او پوهې، د خودکفالتۍ او سوکالۍ ته ورسېږي.

د طالبانو مشر وویل په افغانستان کې چې د دوی حکومت اوس کوم امنیت راوستی دی وایي دا په زور او جبر نه دی راوستل شوی او "خلک په زړه باندې د امارت اطاعت کوي او د دوی خبره مني":

"اوس دنیا هم حیرانه ده چې دا افغانستان موږ په رسمیت ځکه نه پېژنو چې دا [طالبان] په زور راغلي دي، دا خو خبره نه ده، اوس دنیا هم په امتحان کې ده، اسلامي ملکونه او مسلمانان هم له امتحانه سره مخ دي چې اوس به څه کوي، موږ هم له امتحانه سره مخ یو".

طالبان چې د 2021م کال په اګست کې د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شوي، د ملګرو ملتونو په وینا پر ښځو یې شاوخوا 50 د بندیزونو فرمانونه عملي کړي چې په هغه کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونه سکولونه او پوهنتونه بندول او په غیرسرکاري دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګول شامل دي.

ملا هبت الله اخندزاده وویل د "شرعي نظام" پر بشپړ عملي کېدو یې کار روان دی، وایي درې شعبې یې جوړې کړې او د حکومت وزارتونه یې په دې باندې پابنده کړي دي خپل ټول قوانین پر شریعت برابر جوړ کړي:

"[دغه قوانین] به بیا عدلیې وزارت ته سپاري، هغه به یې بیا تخریج کوي، بیا به یې هغه بل کمیشن ته سپاري، بیا به ماته د کتنې لپاره راځي، بیا به عملي کېږي".

په 2021 کال کې طالبانو له واکمنېدو وروسته ویلي وو چې د افغانستان د پخواني باچا محمد ظاهر شاه د وخت اساسي قانون یا آیین به پر ځای کوي، خو یواځې هغه برخې به یې نه عملي کوي چې د دوی په وینا "د اسلام خلاف" دي.

د طالبانو مشر په داسې وخت په افغانستان کې د قوانینو د "پوره اسلامي‌ کولو" خبره کوي، چې د دغې ډلې ځینې مشران د خپل حکومت د ځینو احکامو او پرېکړو خلاف دي، په خاص ډول د نجونو د تعلیم ځنډولو پرېکړه د خپل حکومت او د افغانستان د راتلونکي لپاره تاواني ګڼي.

څه موده مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد ستانیکزي په دوبۍ کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې ویلي وو "علم په نارینه وو او ښځو فرض" دی. د ستانیکزي دا ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې وه چې پکې هغه ویلي‌ وو:

"زه خپله شخصاً په دې نظر یم او ما تل په دې اړه خبرې هم کړې دي او ټول ملګري هم په همدې نظر راسره دي چې د علم دروازې باید د چا پر مخ ونه تړل شي. دا د هر چا حق دی، که هغه نر دی که ښځه، علم ورباندې فرض دی".

د سعودي عرب، ترکیې، انډونیشیا، قطر او مصر په ګډون یو شمېر اسلامي هېوادونو او د امریکا په ګډون غربي هېوادونو، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو د طالبانو دا پرېکړه غندلې ده چې د نجونو تعلیم یې ځنډولی دی، خو طالبان وايي چې د دوی پرېکړې د "شریعت په اساس" دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG