لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان: د اقتصادي ثبات دپاره به پاکستان ته اصلاحات کول وي


اقتصاد پوهان وايي، پاکستان دا وخت د يو سخت اقتصادي بحران او سياسي کړکېچ سره مخ دی، د بهرنۍ زرمبادلې ذخيرې یې په ريکارډ کچه 3.5 اربه ډالره ته راغورځېدلې، روپۍ يې د امريکايي ډالر په مقابله کې 50 فيصده خپل قدر بايللی او د ګرانۍ کچه یې تاريخي 38 فيصده ته لوړه شوې ده.

د پاکستان حکومت د نړيوالې مالياتي ادارې ای اېم اېف سره د قرض د لوظنامې بحالولو هڅې ګړندۍ کړي دي.

اقتصاد پوهان وايي، پاکستان ته له اوسني اقتصادي بحرانه د را ايستلو يواځينۍ لاره بنيادي اقتصادي اصلاحات کول دي. دوی وايي، د دې لپاره دا مهمه ده چې هيواد کي سياسي ثبات وي او ټول سياسي ګوندونه يو اقتصادى ميثاق يا لوظنامه وکړي.

اقتصاد پوهه ډاکټر ساجد امين وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل،" تر کومې پورې چې ټول سياسي ګوندونه په دې هر څه موافق شوي نه وي نو پاکستان کې اقتصادي اصلاحات کېدل به ډير مشکل وي او دې هر څه لپاره سياسي استحکام ډېر ضروري دی".

د اقتصاد پوهانو په وينا تر کومه پوري چې ټول سياسي ګوندونه د پوځ په شمول په دې خبره موافق شوي نه وي چې اقتصاد دستاويزي کړي، د غېرقانوني پېسې قانوني کول ونه دروي او دا کار به صوبو او مرکز دواړو ته کول وي.

د دوى په وينا تر کومې پورې چې دا اصلاحات ونه شي د پاکستان اقتصاد به د ګډوډۍ ښکار وي.

ډيوه سره خبرو کې څيړونکي ډاکټر عابد قيوم سلهرى وويل،"پاکستان کې چې تر کومه پورې په اقتصاد سياست کيږي تر هغې پورې به دا مسلې په ځای وي".

هغه زياته کړه، "پاکستان د موجوده اقتصادي ستونزو څخه د راويستلو لپاره د ميثاق اقتصاد نه پرته اوس بله څه لار پاتې نه ده".

اقتصاد پوهان وايي، پاکستان ته به د ټېکس او انرژۍ څانګو کې پراخه اصلاحات کول وي، حکومتي خرچې کمول، حکومتي ادارې شخصي برخې ته د ورکولو عمل ګړندی کول، برامدات سېوا کول، غېر مستقيم ټيکسونو کې کمی راوستل او شتمنې ډلې د ټيکس جال لاندې راوستل او د تعليم او صحت بجټ سېوا کول وي.

پاکستان د نړۍ هغو هيوادونو کې شامل دی چرته چې جي ډي پي يا کل مجموعي امدن کې د ټيکس شرح ډېره کمه ده، ويل کيږي دلته د ټولې یواځې لس فىصده خلک ټيکس ورکوي.

د اقتصاد پوهانو وينا ده که حکومت يواځې په غټو غټو زميندارو ، د زمکو په کاروبار، او دوکاندارانو ټيکس ولګوى نو هر کال به ورته تر 1200 اربه روپو پورې د ټيکس امدن ترلاسه شي.

هم دغه شان دا وخت 212 حکومتي محکمې هرکال قامي خزانې ته 500 اربه روپۍ زيان اړوي.

د اقتصاد پوهانو په وينا د بجلۍ او ګېس ګردشي قرضې 4000 اربه روپو ته رسېدلي دي او دې هر څه لپاره اقتصادي اصلاحات ډېر مهم دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG