لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې درکه بلوڅانو کورنیو اختر په "توره ورځ" ولمانځه، ماما قدیر وایي تر ملګرو ملتونو به لانګ مارچ کوي


واشنګټن ــــ د بلوچستان په مرکزي‌ ښار کوټه کې د بې درکه بلوڅانو کورنیو د تېرو شاوخوا لسو کلونو غوندې نن هم د لوی اختر لومړۍ ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځلې ده او د خپلو هغو کسانو د خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده چې د دوی په وینا په جبري توګه بې درکه کړای شوي دي.

د ماما قدیر بلوڅ په مشرۍ د پنجشنبې- زیارت په ورځ د کوټې پریس کلب مخې ته د ورکو بلوڅو لپاره د ږغ پورته کوونکي تنظیم له خوا په لسګونو کسانو ښځو او سړیو په احتجاج کې ګډون کړی وو او اکثرو په لاسونو کې د خپلو ورکو خپلوانو عکسونه را اخیستي وو.

ماما قدیر بلوڅ وي او اې ډیوه ته په تر لاسه شوې یوه ویډیو کې وویل نن د اختر د خوشالۍ ورځ ده خو وایي دوی په خپل احتجاجي کېمپ کې د بې درکه کسانو له خپلوانو سره ماتم کوي.

قدیر بلوڅ وایي اوس هم د بشري حقونو له ادارو، ملګرو ملتونو او ایمنیسټي انټرنېشنل غوښتنه کوي د پاکستان پر حکومت باندې باید فشار واچوي چې بې درکه کسان عدالتونو ته وړاندې کړي. وایي بلوڅ ځوانان له کلونو راهیسې ورک دي او کورنۍ یې له مرګ او ژونده خبرې نه دي.

قدیر بلوڅ وایي یو ځل یې مخکې د جبري بې درکه خلکو لپاره په 2013م کال کې له کراچۍ تر اسلام اباده په پښو 2000 کیلومیټره اوږد لاریون کړی وو، خو وایي پاکستاني چارواکو یې ږغ وا نه ورېده او اوس مجبوره دي چې په یوه میاشت کې دننه د ملګرو ملتونو تر دفتره جنېوا ته لانګ مارچ پیل کړي:

"ما ملګرو ملتونو ته یو خط لیکلی، هغوی منلی او ژمنه یې کړې چې تاسو ته به این او سي درکړو، خو ویل یې تاسو خپل پاسپورټونه جوړ کړئ، خلک مو خپل پاسپورټونه جوړوي. موږ به د ایران، ترکیې، یونان او ایټلي په لار سویټزرلېنډ ته ځو او هلته به د ملګرو ملتونو د دفتر مخ ته یوه میاشت پرلت هم کوو".

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د اختر په مناسبت د جبري بې درکه کسانو له کورنیو سره خواخوږي کړې او وایي نور به اجازه ور نه کړل شي چې په هېواد کې د جبري بې درکۍ جرمونه په معافیت سره وشي. ایچ آر سي پي پر خپل ټویټر لیکلي:

"موږ ریاست ته دا خبره ور یادوو چې دا [جبري بې درکي] د انسانیت خلاف جرم دی او په ازادۍ سره نور د دې عمل د روان ساتلو اجازه نه شي ورکول کېدای".

له تېرو درو ورځو راهیسې پر ټولنیزو رسنیو هم د جبري بې درکه کسانو خصوصاً د ډاکټر دین محمد بلوڅ د موندنې لپاره کمپېن روان دی چې له تېرو څورلسو کلونو راهیسې بې درکه دی. د اختر په لومړۍ ورځ د ماښام له اتو د شپې تر دوولسو بجو د ډاکټر بلوڅ د خوشي کېدو او د جبري بې درکۍ د ختمولو د غوښتنې لپاره د #ReleaseDrDeenMuhammad او #EndEnforcedDisappearances په نوم هېشټېګونه هم چلېږي.

د ډاکټر دین محمد بلوڅ لور او د بې درکه کسانو لپاره مبارزه کوونکې سمي دین بلوڅ پر خپل ټویټر لیکلي تر څو چې یې خپلوان ور ستانه نه شي د دوی د خوشالۍ هره ورځ به توره ورځ وي.

سمي بلوڅ د لوی اختر په لومړۍ ورځ پر ټویټر پرله پسې د جبري بې درکه بلوڅانو په اړه ټویټونه کړي، د پریس کلب مخ ته د احتجاج کوونکو میندو ویډیوګانې یې خپرې کړې او د یوې داسې مور عکس یې خپور کړی چې مخ ته یې د ورک زوی جهانزېب محمد حسني لپاره جوړې کړې د اختر نوې جامې او څپلۍ ایښي دي:

"نن زما د پلار د ورکېدو د 14م کلونو پوره کېدو یوه بله د نه زغملو او نامعلوم حالت ورځ ده. زما پلار، زما زور او د مینې ستن تر اوسه د ظلم په سیوري دی. هغه چېرې دی، روغ جوړ دی او موږ به بیا سره یو ځای شو دا مې تر زړه اوښکې څڅوي".

د بشري حقونو لپاره مبارزه کوونکي سیاستوال او د نېشنل ډیموکرېټک موومنټ افراسیاب خټک پر خپل ټویټر په دې اړه په ځانګړې ویډیو کې ویلي، له پاکستاني ریاسته د بلوڅانو د خفګان تر ټولو لویه وجه د دوی د خلکو جبري ورکېدل دي.

افراسیاب خټک وایي تر دوو لسیزو زیات وخت وشو چې په پاکستان کې د جبري بې درکۍ موضوع اوس ډېر سنګین حالت ته رسېدلې ده:

"په بلوچستان او پښتونخوا کې [جبري بې درکي] په انساني بحران بدله شوې ده، په زرګونو کسان په جبري توګه ورک دي او کورنۍ، ملګري او خپلوان یې د دوی د ژوند او مرګ په اړه هیڅ معلومات نه لري".

د بې درکه بلوڅانو دپاره مبارزه کوونکي سازمان [وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز] دوې اوونۍ مخکې دعوه کړې وه چې بلوچستان کې په روان کال کې هم105 کسان په جبري توګه بې درکه شوي او مقدمې یې هم تراوسه نه دي درج شوې.

«وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز» تنظیم او پښتون ژغورنې غورځنګ دعوه کوي چې په بلوچستان او پښتونخوا کې په زرګونو کسان له کلونو راهیسې په جبري توګه بې درکه دي، دوی تور پورې کوي چې دغه کسان د پاکستان امنیتي ادارو وړي او په "پټو بندیخانو" کې یې ساتلي دي، خو د پاکستان امنیتي ادارو دا تورونه بیا بیا رد کړي دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG