د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف اؤ د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر د لوی اختر وړومبۍ ورځ د پاکستان اؤ افغانستان د ګډې پولې ترڅنګ د خېبر پښتونخوا پاړه چنار سیمه کې د پوځي ځوانانو اؤ افسرانو سره یو ځای تېره کړې ده.
په دغه موقعه پوځي ځوانانو ته خپله وینا کې وزیراعظم شهباز ویلي، امن تباه کوونکو، ترهګرۍ کوونکو، د هغوی سرپرستانو اؤ سهولت کارانو لپاره د پټېدو هیڅ ځای نشته.
وزیراعظم اؤ د پوځ سرلښکر د پوځي ځوانانو اؤ افسرانو د ډاډګېرنې په غرض د پاړه چنار دا سفر په داسې حال کې کړی دی چې په دې وروستیو کې د افغانستان د پولې ترڅنګ د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعو کې د ترهګرۍ لړۍ یو وارې بیا چټک شوې اؤ د ترهګرو لخوا شوؤ وروستیو بریدونو کې ګڼ شمیر امنیتي عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
د وزیراعظم د ماڼۍ څخه د خپور شوي بیان له مخې په دغه موقعه وزیراعظم شهباز شریف ویلي،هغه د ارمي چیف سره ځکه یو ځای د اختر وړومبۍ ورځ د پوځي ځوانانو ترڅنګ نمانځي ترڅو د وطن د پولو ساتونکو پوځي افسرانو اؤ ځوانانو د هڅو اؤ جذبو درناوی وکړي اؤ هغوي ته عقیدت وړاندې کړي.
د وزیراعظم وینا وه دپاکستان پوځ افسرانو اؤ ځوانانو خپل شخصي ارام اؤ سکون پریښودی اؤ د وطن دتحفظ،دفاع اؤ سلامتۍ ستره فریضه ترسره کوي
"دوی موسم اؤ دحالاتو سختۍ زغمي،هر رقم ستونزو اؤ مشکلاتو ته یې غاړه اېښې ده اؤ د وطن په سرحدونو پهره ورکوي، قام په دې میړانه تاسو ته سلام کوي".
د وزیراعظم د ماڼۍ څخه خپور شوي بیان کې نه دي ویل شوي چې حکومت یې د افغانستان د پولې ترڅنګ د ترهګرۍ مخنیوي لپاره تر اوسه څه ګامونه اخستي دي؟ خو په دغه بیان کې زیاتره اشاره دحکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف هغو وروستیو فعالیتونو ته شوې ده چې له امله یې ددغه ګوند په وینا په زرګونو فعالین نیول شوي دي.
بیان کې د چا د نوم اخستو پرته ویل شوي قام ملک د فتنې، فساد، ګډوډۍاؤ انتشار خوروونکو قوتونو ناوړه منصوبه ناکامه کړې ده اؤ هغه قوتونو ماتې خوړلې ده چې د خپلې ناوړه ایجنډې لپاره یې قام ویشل غوښتلو.
وزیراعظم ویلي د امن تباه کوونکو، ترهګرۍ کوونکو، د هغوی د سرپرستانو اؤ سهولت کارانو لپاره د پټېدو اوس هیڅ ځای نه دی پاتې شوی.
په دې وروستیو کې چې کله پوځ اؤ حکومتي مشران دترهګرۍ دسرپرستۍ کوونکو اؤ سهولت کارانو پرضد خبره کوي نو څېړونکي وایي ، مقصد یې حکومت مخالفه ګوند تحریک انصاف ته پیغام ورکول وي.
په نهم مئ د پاکستان دپخواني وزیراعظم اؤ تحریک انصاف ګوند دمشر د ګرفتارۍ پرضد دهغه دګوند پلویانو ګرد هیواد کې قهرژن احتجاجونه کړي وؤ اؤ په دغه مهال دولتي ودانیو اؤ پوځي تاسیساتو ته اورونه اچول شوي وؤ.
حکومت دې پېښو ته دترهګرۍ نوم ورکړی اؤ ذمه وار یې پخوانی وزیراعظم عمران خان بولي خو عمران خان بیا ددې پېښو پړه دهیواد په استخباراتي شبکو وړ اړوي اؤ دنهم مئ د پېښو دبې پلوه پلټنو غوښتنه کوي.