لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان: د آی اېم اېف د درېوو اربو ډالرو سره به عامه ګراني په خپل ځای وي


پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي، د پاکستان د نړيوالې مالیاتي ادارې [ آی اېم اېف] سره د درېوو اربه ډالرو تړون يا "سټېنډ باي ارېنجمنټ" کېدو سره په سمدستي توګه د پاکستان د دیواليه کېدو خطره ختمه شوه، او د خپل اقتصاد ښه کېدو دپاره د اصلاحاتو او اقداماتو وخت ترلاسه شو.

خو ورسره اقتصاد پوهان وايي د آی اېم اېف د درېوو اربو ډالرو سره به په عام ولس نېغ په نېغه د ګرانۍ کمېدو په شکل کې کومه اساني نه راځي، د نړيوالې مالياتي ادارې د شرطونو سره ښايي سختي نوره سېوا شي خو د ديواليه کېدو په مقابله کې به سختي کمه وي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف نن په ټویټر ويلي، د آی اېم اېف سره د درېوو اربو ډالرو د سټاف لېول تړون به پاکستان د اقتصادي ثبات جوګه کړي.

هغه ويلي، د دې تړون سره به د پاکستان غېر ملکي زر مبادله ذخيره سېوا شي، او ملک به د تل پاتې اقتصادي پرمختيا په لور روان شي.

سټېنډ بای ارېجمنټ يا معاهده

اقتصاد پوهان وايي، د آی اېم اېف د پاکستان سره د سټېنډ بای ارېجمنټ يا تړون مطلب د لنډې مودې دپاره اقتصادي مرستې وي.

په اسلام اباد کې د انټرنېشنل اسلامک یونیورسټۍ د اقتصاد د څانګې پروفیسر معراج الحق وايي، د آی اېم اېف د غړو هېوادونو دپاره پروګرامونو کې د لنډې مودې پروګرام ته د سټېنډ بای ارېجمنټ ويل کيږي کوم هېوادونه چې په سختو اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل وي لکه پاکستان، نو د دغو هېوادونو سره نړیواله مالياتي اداره دا مالي مرستې وکړي او موده یې د دوو کالو پورې وي.

وي او او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د ياد پروګرام د لارې ورکړی شوې پېسې بيا په پينځه کاله کې واپس کول وي او شرطونه یې هم د نورو ادارو په مقابله کې ډېر سخت نه وي.

"پاکستان ته به د آی اېم اېف درې اربه ډالره په نهو مياشتو کې ورکوي، او د دې پروګرام پاکستان ته غټه ګټه د پاکستان اقتصاد ته د ښه کېدو لاره پرانستل شوه، دوست هېوادونه به یې ورته پېسې ورکړي او د قرضونو فشار به یې هم د يو وخت پورې راکم شي".

د اقتصاد ښه کېدو موقع

اقتصاد پوهان وايي، د آی اېم اېف د درېو اربو ډالرو سره پاکستان ته د خپل اقتصاد ښه کېدو دپاره موقع ترلاسه شوه چې اقدامات وکړي.

اقتصاد پوهه ډاکټر غلام صمد وايي، د نړيوالې مالياتي لخوا پاکستان ته د درېو اربو ډالرو د تړون سره پاکستان ته وخت مېلاو شو، او د دې نګران حکومت پورې په سمدستي توګه د ديواليه کېدو خطره ختمه شوه خو اقتصاد به یې بيا هم ترینګلی وي.

"د آی اېم اېف د درېو اربو ډالرو په عام ولس دا ښه اثر ښکاري، موجوده ګراني به په خپل ځای وي خو که چرته د آی اېم اېف پروګرام نه ترلاسه کېدی او د بده مرغه ملک ديواليه شوی وی، نو اوس چې د ګرانۍ کچه 40 فيصده ده دا به د 70 نه تر 80 فیصده پورې سېوا شوې وه او په ملک کې به ګډوډی وو".

هغه زیاته کړه، د دې سره به نېغ په نېغه په عام ولس د ګرانۍ بوج نور نه سېوا کيږي خو ورسره به د آی اېم اېف شرطونه پوره کول وي، ولس ته به کومه اسانتیا نه جوړيږي فشار به پرې وي خو که د دیواليه کېدو سره تول کيږي نو د هغې نه به د ولس دپاره حالات ښه وي.

غټه ګټه د ديواليه کېدو خطره ختمېدل

اقتصاد پوهه خبريال وکیل الرحمان وايي، د آی اېم اېف سره د تړون مطلب د ديواليه کېدو خطره سري دست ختمه شوه او تر ټولو غټه ګټه یې هم دا ده.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د دې تړون سره به د ډالر فشار راکم شي، تجارتي هلې ځلې به ورسره ښه شي، خو د آی اېم اېف د شرطونو پوره کولو سره به په عام ولس سختي وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG