د پاکستان د بلوچستان صوبې سر ښار کوټه کې په یوه پوليس تاڼه د لاس بم يا ګرنېډ بريد شوی، پوليس د ګرنېډ بريد کې د يو پولیس اهلکار ژوبلېده تاييد کړي دي.
د کوټې پولیس يو چارواکي [اېس اېس پي] زوهېب محسن مطبوعاتو ته ويلي، نامالومه موټر سايکل سورو د کوټې د سېول لاين په پولیس تاڼه لاسي بم ویشتی او چاودنه کې يو پوليس اهلکار ژوبل شوی دی.
ويل شوي ژوبل پوليس د کوټې سېول روغتون ته وړل شوی دی.
چارواکو ويلي، د پېښې د ځای څخه شواهد راټول کړی شوي او د لاسي بم ويشتونکو ضد یې د لټون عمليات پېل کړي دي.
په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.
د بلوچستان صوبې وزيراعلا میر عبدالقدوس بزنجو د پېښې نوټس اخستی پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو لارښوونه یې کړې ده.
د مې د میاشتې په وروستيو کې کوټې ته نزدې په زرغون غرہ سیمه کې د ایف سي په یوه څوکۍ حمله شوې درې عسکر پکې وژل شوي او یو ټپي شوی وو، پوځ د یوه وسلوال برید ګر د وژلو دعوہ هم کړې وه.
د ساوت ایشیا ټېرریزم پورټل د رپورټ ترمخه په بلوچستان کې روان کال د ترهګرۍ په 65 پېښو کې 136 تنه وژل شوي 102 پکې امنیتي عسکر او 34 ولسي وګړي دي.