لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند مهاراشټر ریاست کې په بس د اور لګېدو له امله 25 کسان مړه شوي دي


د هند په لوېدیځ مهاراشټر ریاست کې په سړک دپاسه د مسافرو په یو بس اور لګېدلی چې د ماشومانو په ګډون پکې 25 کسان سوځېدلي اؤ مړه شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د رپورټ له مخې دا پېښه په سمرودهي مهامرګ ایکسپریس وې هغه مهال شوې ده چې دمسافرو نه یو ډک بس د شپې په وخت پونې ته روان ؤ.

هندي رسنۍ وایي د حادثې سره له مخ کېدو وروسته د بس په ټېنکۍ اور ولګېدو چې له امله یې د دریوؤ ماشومانو په ګډون 26 کسان په اور کې وسوځېدل اؤ مړه شول اؤ د دې ترڅنګ اته نور ژوبل شوي دي.

د رسنیو له مخې په دې بس کې ټول 33 کسان سواره وؤ.

ځینو هندي رسنیو د پولیسو له قوله ویلي چې بس په ایکسپریس وې د لګېدلې یوې ستنې سره د ټکر کېدو له امله چپه شوی اؤ بیا پرې اور لګېدلی دی.

پولیسو ویلي د چپه کېدو نه وروسته د بس دروازه بنده شوې وه اؤ مسافر ترې په راوتلو ونه توانېدل ځکه په دومره زیاته شمیره کې کسان د مرګ خولې ته لاړل.

دمهاراشټر مرستیال وزیراعلا دیویندر فډنویس د یو ټویټ له لارې دې پېښه کې د 25کسانو دمړینې اؤ اتوؤ نورو د ژوبلیدو پخلی کړی دی.

د هند وزیراعظم نریندر مودي اؤ د ریاست وزیراعلا ایکنات شندی په دې پېښه د خفګان څرګندونه کړې ده اؤ پېښه کې دمړو شوؤ اؤ ژوبل شوؤ‌ کسانو د کورنیو سره یې دمرستو اعلانونه کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG