واشنګټن ــــ د ختیځې افریقې په کېنیا هېواد کې د ټرېفیک په یوه خونړۍ پېښه کې لږ تر لږه 51 تنه مړه شوي او 32 نور ټپیان شوي دي. تېر کال په دې هېواد کې تر څلور زره زیات کسان په ټرېفیکي پېښو کې مړه شوي دي.
د کینیا پولیس وایي د هیواد په لوېدیځ کې دا پېښه د جمعې په ورځ هغه وخت وشوه چې یوه کنټینر لارۍ بې کنټروله شوه او له نورو موټرو سره تر جنګېدو وروسته یې په بازار کې هم خلک ووهل.
د پیښې یو عیني شاهد ماورین جیکپوچ ویلي چې کنټینر لارۍ ډېره تېزه روانه وه او مخامخ په هغه بازار ورغله چې ګڼ شمېر خلکو پکې پیر او پلور کاوه:
"زه بختور یم چې ژوندی یم. څه چې ما ولیدل، زه خپل ځان ډېر بختور بولم. ما منډه کړه او ځان مې بچ کړ. ما ولیدل چې هرې خوا ته مړي پراته وو او ډېر خلک وژل شوي وو".
د پولیسو یو مشر د اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته ویلي چې په پېښه کې مړي 51 ته رسېدلي، خو دا ویره یې هم ښودلې چې کېدای شي د وژل شویو کسانو شمېر ډیر شي ځکه چې وایي ځینې کسان په موټرو کې بند پاته وو.
پولیس ژوبل شوي کسان د علاج لپاره روغتون ته وړل شوي دي چې وایي په هغوی کې هم د ډېرو حالت نازک دی.
د پولیسو په وینا بې کنټروله شوې کنټینر لارۍ اته موټر، ګڼ شمېر موټر سایکلونه او ډېر هغه کسان هم وهلي دي چې په بازار کې یې سوداوې کولې.
د کینا د صدر ویلیم روټو په ګډون د دې هیواد ګڼ شمیر چارواکو پر دې پېښه خفګان ښکاره کړی دی.
د کینیا د ټرانسپورټ وزیر پر ټویټر لیکلي چې د ژغورنې تر عملیاتو وروسته د پېښې په هکله پلټنې پیل کوي چې د ټکر علت معلوم کړي.
په کینیا کې مرسته کوونکې ادارې «سره صلیب» د پیښې ځای ته ایمبولنسونه او د ژغورنې عمله استولې ده، خو وایي د باران له کبله د ژغورنې عملیات ستونځمن شوي دي.
په کینیا کې د ټرانسپورټ او خوندیتوب ملي ادارې د معلوماتو له مخې په تېر 2022م کال کې په دې هېواد کې 21,760 کسانو پر سړکونو موټر ټکر کړي دي چې وایي په دې پېښو کې 4,690 تنه مړه شوي دي.