واشنګټن - د امریکا سرښار واشنګټن ډي سي ته نږدې، د مریلېنډ ریاست په بالټیمور ښار کې د ناتاره ډزو په یوه پېښه کې دوه کسان وژل شوي او په لسهاوو نور زخمیان دي.
د بالټیمور ښار چارواکي وایي چې په دې پېښه کې چې تېره شپه د بالټيمور ښار په جنوبي برخه، بروکلېن هومز کې رامنځ ته شوه، دېرش (۳۰) کسان په ډزو ویشتل شوي دي.
پولیس وایي هغو ته د دې پېښې په تړاو څو څو ټلیفونې رابطې ونیولی شوې.
د بالټیمور د پولیسو نګران کمېشنر ریچرډ وورلي ویلي چې د جرم منظر "وسیع" و. هغه وویل چې شل تنه زخمي شوو کسانو دومره کولی شول چې ځانونه پخپلو پښو هسپتال ته ورسوي.
د بالټیمور مېئر/ښاروال برانډن سکاټ پخپلې یوې وینا کې د هغو کسانو دپاره چې دا حمله یې کړې ده، وویل: «غواړم هغه کسان چې د دې پېښې ذمه وار دي، زما غږ واوري، او په واضحه یې واوري. مونږ چې تر څو تاسو پیدا نکړو، آرام به نه کښينو، او مونږ به تاسو هرو مرو پیدا کوو. تر هغه پورې، امید کوم چې تاسو د هرې ساه په اخېستو سره د هغو کسانو په اړه فکر وکړئ چې تاسو وژلي او د هغو کسانو په اړه فکر وکړئ چې نن شپه دلته ستاسو د عمل له امله اغېزمن شوي دي.»
امریکا کي وخت ناوخت د ناتاره ډزو پېښې مخې ته راځي چې د هرې پېښې پس یو ځل بیا دا خبره یادیږي چې په کار ده په دې ملک کې د اسلحو د کنټرول په اړه ګامونه واخېستل شي.