واشنګټن – د نهې یا سې شنبې په ورځ د اکثرو هغو کسانو اوښکې بهېدې چې د اوکراین په ختیځ کې په یو مشهور ریسټورانټ باندې د روسانو په برید کې د یوې وژل شوې لیکوالې په جنازه کې راټول شوي و.
د ۳۷ کلنې ویکټورا امېلېنا مړی په کیېف کې هغې کلیسا ته وړل شوی و په کومه کې چې اکثره وخت د هغو سرتېرو لپاره مراسم نیول کېږي څوک چې د جګړې په ډګر وژل شوي وي.
امېلېنا د هغو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې کوم چې یې د جون په ۲۷ نېټه په یو مشهور ریسټورانټ باندې د روسانو په راکتي برید کې اخیستي وو.
د کرماتورسک ښار کې په رسټورانت باندې دغه برید کې ۱۲ نور کسان هم وژل شوي دي.
د اورتوډاکس یو مذهبي مشر ارچېمندرېت لیورنتي چې ددغو مراسمو مشري یې کوله وویل، "مونږ دلته هغه وخت راټولېږو چې له هغه چاسره مخه ښه وکړو چې تر ټولو زیات یې حقدار وي."
د امېلېنا په یاد دغو جوړو شویو مراسمو کې شاخوا سلو کسانو برخه اخیستې وه .
امېلېنا به په خپل پلرني ښار لېوایو کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شي.
امېلېنا یو له ۶۰ زیاتو هغو هنرمندانو څخه ده چې په اوکراین کې د جګړې د پيل راهیسې وژل شوي.
امېلېنا د ۱۹۸۶ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په لېوایو کې زېدلې وه. په ۲۰۱۴ کال کې یې د نومبر سنډروم په نامه خپل لومړنی ناول چاپ کړ کوم چې بیا د اوکراین د وېلېرې شیوچک جایزې ته نوماند شو.
تر هغې وروسته یې ماشومانو ته دوه کتابونه او یو ناول ولیکه چې ایوارډونه یې پرې وګټل.
په ۲۰۱۷ کال کې یې د قیامت د خوب پاچاهۍ Dom's Dream Kingdom تر نامه لاندې لیکلي ناول په ادبیاتو کې د یونسکو او اروپايي ټولنې جایزې وګټلې.
د هغې افسانوي لیکنې او مقالې په انګلیسي، پولېنډي، ایټالوي، جرمني، کروشیايي، هالنډي، چکي او د هنګري په ژبو ژباړل شوې دي.
په اوکراین باندې د روس د یرغل له پیل څخه امېلېنا په اوکراین کې د روس جنګي جنایاتو مستند کولو ته ځان وقف کړی وو.
ایزیم ته څېرمه هغې د ویلادیمیر وېکولینکو په نامه د هغه اوکرایني ډیاري هم ومندله کوم چې روسانو وژلی و.