لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د بې درکه کسانو کمېشن وایي، تېرو شپږو میاشتو کې نور 533 کسان لادرکه شوي دي


په پاکستان کې د لادرکه کسانو دمعلومولو کمیشن وایي سږکال ورسره د جنورۍ دمیاشتې نه نیولې تر جون میاشتې پورې دنورو 533 کسانو د لادرکۍ مقدمې درج شوې دي.

په ډاڼ ورځپاڼه کې خپور د کمیشن په رپورټ کې ویل شوي چې پاکستان کې سږکال تر ټولو زیات کسان دمارچ په میاشت کې لادرکه کړی شوي دي چې شمیره یې 141 ده.

کمیشن پخپلو شمیرو کې ویلي چې د جنورۍ په میاشت کې د91، فرورۍ کې د99 او اپریل کې د91 نوؤ لادرکه کسانو مقدمې درج کړل شوې دي.

همدا شان رپورټ کې راغلي چې کمیشن سره د مې په میاشت کې د 82 کسانو اؤ دجون میاشت کې د 29 کسانو د لادرکۍ نوې پېښې درج شوې دي.

رپورټ کې ویل شوي چې سږکال د جون په میاشت کې 59 لادرکه کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د رپورټ له مخې د لادرکه کسانو دمعلومولو کمیشن سره ټولې 9736 د لادرکیو پېښې درج شوې دي اؤ‌ په دې کې کمیشن تر اوسه 7439 پېښې فیصله کړې دي.

رپورټ وایي اوس هم د 2297 بې درکه کسانو په قضیو کار روان دی.

د بې درکه بلوڅانو دپاره مبارزه کوونکي سازمان [وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز] تېره میاشت دعوه کړې وه چې بلوچستان کې په روان کال کې هم105 کسان په جبري توګه بې درکه شوي او مقدمې یې هم تراوسه نه دي درج شوې.

«وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز» تنظیم او پښتون ژغورنې غورځنګ دعوه کوي چې په بلوچستان او پښتونخوا کې په زرګونو کسان له کلونو راهیسې په جبري توګه بې درکه دي.

دوی تور پورې کوي چې دغه کسان د پاکستان امنیتي ادارو وړي او په "پټو بندیخانو" کې یې ساتلي دي، خو د پاکستان امنیتي ادارو دا تورونه بیا بیا رد کړي دي.

د وایس فار بلوچ مسنګ پرسننز مشر ماما قدیر تېره اوونۍ وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي وو، اوس هم د بشري حقونو له ادارو، ملګرو ملتونو او ایمنیسټي انټرنېشنل غوښتنه کوي چې د پاکستان پر حکومت باید فشار واچوي چې بې درکه کسان عدالتونو ته وړاندې کړي.

هغه وایي وایي بلوڅ ځوانان له کلونو راهیسې ورک دي او کورنۍ یې له مرګ او ژونده خبرې نه دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG