امنیتي سرچینې وایي،دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې دامنیتي ځواکونو په ګاډي بمي برید کې یو امنیتي عسکر وژل شوی اؤ بل سخت ژوبل شوی دی.
په عین حال کې بیا په شمالي وزیرستان کې د جمعیت علماء اسلام ګوند سره تړاؤ لرونکی د یونین کونسل چیرمین مولانا ریحام رشید د وسله والو لخوا په یو هدفي برید کې وژل شوی دی.
دسیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې د نهې یا سه شنبې په ورځ دجنوبي وزیرستان په سرا روغه سیمه کې دامنیتي ځواکونو ګاډي په یو زمکني ماین الوځول شوی چې له امله یې یو عسکر وژل شوی اؤ بل سخت ژوبل شوی دی.
سرچینې وایي امنیتي ځواکونه سرا روغه سیمه کې په ګزمه بوخت وؤ چې دسړک پغاړه ښخ ماین یې په ګاډي وچاودیدو.
پوځ لا په رسمي توګه ددې پېښې په اړوند څه نه دي ویلي اؤ نه هم کومې وسله والې ډلې ددې پېښې ذمه واري قبوله کړې ده.
په نزدې وختونو کې چې دپاکستان دننه په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه ترسره شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان اؤ یا هم وسله والې ډلې داعش پغاړه اخستې ده
سرچینې وایي له پېښې وروسته په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ پېښه کې دککړو کسانو لټون یې یې پیل کړی.
بل لوري ته هم د سه شنبې په ورځ دجنوبي وزیرستان سره پیوست شمالي وزیرستان کې دنامعلومو وسله والو په هدفي برید کې دمذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام یو سیمه ییز مشر اؤ د یونین کونسل چیرمین مولانا ریحام رشید وژل شوی دی.
پولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي په مولانا ریحام رشید د شمالي وزیرستان دعیدک سیمې په کدري کې موټر سایکل سورو وسله والو ناتاره ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی.
ددې پېښې ذمه واري هم لا په سمدستي توګه چا نه ده قبوله کړې چې په نزدې وختونو کې چې دپښتونخوا قبایلي سیمو کې دجمعیت علماء اسلام ګوند څومره مشران په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي ،هغې کې د زیاترو ذمه واري داعش وسله والې ډلې پغاړه اخستې ده.
تر دې پېښې وړاندې دتېرې ماشتې په 24مه نیټه قبایلي ضلعه باجوړ کې هم دنامعلومو وسله والو په ډزو دمذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام یو غړی مولانا نور محمد اؤ دهغه ورور زبېر وژل شوي وؤ چې وروسته یې بیا ذمه واري داعش قبوله کړې وه.