لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میانوالي: لوړ پوړی انتظامي چارواکی په یوه ښځه د جنسي تیري په تور نیول شوی


دپاکستان دپنجاب ایالت په میانوالي سیمه کې یو لوړ پوړی انتظامي چارواکی (ایډیشنل ډپټي کمشنر) په یوه مېرمنه دجنسي تیري په تورونو پولیسو نیولی دی.

پاکستاني رسنیو دمیانوالي دپولیسو له خولې ویلي چې ایډیشنل ډپټي کمشنر کفایت الله چوهان په مبینه ډول په هائ وی کالونۍ کې په یوه ښځه جنسي تېری کړی دی.

پولیس وایي دغه ښځې ورته پخپل رپورټ کې ویلي چې انتظامي چارواکي کفایت الله چوهان دغه مېرمنه په تمه کې ساتلې وه چې واده به ورسره کوي اؤ په دغه بهانه یې دهغې په ناموس تېری کړی دی.

تر اوسه دې قضیه کې په جنسي تیري د تورن کړل شوي انتظامي افسر دریځ په رسنیو مخې ته نه دی راغلی.

پولیسو د جنسي تیري دښکار مېرمنې په هکله ویلي چې هغه د لاهور اوسیدونکې اؤ دیو معذوره ماشوم مور ده خو له خپل خاونده یې طلاق اخستی دی.

دمیانوالي ایډیشنل ډپټي کمشنر له مقدمې درج کیدو وروسته پولیسو نیولی اؤ دسټي تاڼې په زندان کې یې اچولی دی.

په پاکستان کې د نوکریو په بهانه په مېرمنو دجنسي تیري پېښې اکثره مهال رامنځته کیږي اؤ د کال 2021م د نومبر په 25مه نیټه هم دخېبر پښتونخوا د کوز دیر سیمې یو سول جج جمشید کنډي پېښور کې میشته په یوه چترالۍ طالبعلمه دجنسي تیري په تورونو پولیسو نیولی ؤ.

دطب په څانګه کې دغاښونو دشعبې محصلې دغه چترالۍ جینۍ پولیسو سره په درج کړي رپورټ کې په یاد قاضي یا سول جج تور لګولی ؤ چې ددې خور ته یې دنوکرۍ ورکولو تمه ورکړې وه اؤ بیا یې پرې دیر کې پخپل خوشې کور کې جنسي تیری کړی ؤ.

خو وروسته بیا ددې قضیې دپلټنو لپاره جوړې یوې ګډې ډلې پخپلو پلټنو کې ویلي وؤ چې په نوموړي جج لګول شوي تورونه حقیقت نه لري اؤ کومې میرمنې چې پرې تور لګولی هغه له دې وړاندې خپله دجرمونو ریکارډ لري اؤ دپنجاب په رحیم یار خان، لودھرا، ملتان او لاهور کې پرې بیلابیلې مقدمې درج دي.

عدالت دغه سول جج بېګناه ګرځولی اؤ‌ په ضمانت یې خوشی کړی ؤ.

د ښځو او ماشومانو د حقونو غېر دولتي تنظيم سسټېنبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن د پروسږني رپورټ ترمخه د کال 2022 په لومړيو لسو مياشتو کې د پنجاب دننه د ښځو خلاف د جنسي تېريو 3088 پېښې رپورټ شوې وي.

په رپورټ کې د ښځو پرضد د تشدد او جنسي تېریو لپاره د لاهور، فېصل اباد، سرګودها او شېخوپوره ضلعې تر ټولو زياتې خطرناکې ګرځول شوې وي او ویلی شوي وؤ چې په لاهور کې د ښځو خلاف د جنسي تېريو 446 پېښې، فېصل اباد کې 200،سرګودها کې 172 او شېخوپوره کې 137 پېښې رامنځ ته شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG