دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې دپشکال دبارانونو روانې لړۍ خلکو ته سخت زیانونه اړولي اؤ په خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب کې دبارانونو دلاسه یو شمیر پېښو کې لږ تر لږه لس کسان مړه شوي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي هم دي.
پاکستاني رسنۍ وایي چې سختو بارانونو اؤ تېزې سیلۍ دهیواد په بیلابیلو برخو کې دمواصلاتو نظام زیانمن کړی اؤ سیمه ییزو چارواکو دسېلګرۍ سیمو ته د سیلانیانو په ورتګ بندیز هم لګولی دی.
دبېلابیلو رسنیو په رپورټونو کې ویل شوي چې خېبر پښتونخوا کې دبارانونو تر څنګ تېزې سیلۍ ونې ، دبجلۍ ستنې اؤ دیوالونه غورځولي چې له امله یې درې کسان مړه شوي اؤ اته نور ژوبل شوي دي.
همدا شان دبلوچستان په چمن،شیراني،قلعه عبدالله،پښین، زیارت اؤ نورو یو شمیر سیمو کې هم سخت بارانونه شوي اؤ د مواصلاتو نظام ته یې زیانونه اړولي دي.
پاکستان کې دقدرتي افتونو په مهال مرستندویه دولتي ادارې این ډي ایم اې د وړاندې نه دبارانونو له امله د چمتو اوسیدو غږ کړی ؤ اؤ خبرداری یې ورکړی ؤ چې په غرییزو سیمو کې دغرونو دګټانو راښویېدو اؤ میداني سیمو کې دسیلابونو راختلو ویرې شته.
پاکستاني میډیا وایي دپنجاب په لاهور ،ګجرانواله،منډهي بهاوالیدن اؤ حافظ اباد سیمه کې هم زیات بارانونه شوي چې له امله یې باراني اوبه په سړکونو ودریدلي اؤ په لاهور کې دبارانونو له وجې په بیلابیلو پېښو کې اووه کسان مړه شوي دي.
دموسمیاتو محکمې تر اتم جولایي دبارانونو وریدو امکان ښودلی اؤ ویلي یې دي چې دشپږمې جولایي نه به باراني هواګانې د کراچۍ مخه کوي.
پروسږکال هم پاکستان کې دپشکال دبارانونو له امله سیلابونه راختلي وؤ چې دنړیوالو ادارو د رپورټونو له مخې دغې سیلاب ګرد هیواد کې 33 ملیونه وګړي زیانمن کړي او څه باندې 12 سوه یې وژلي وؤ چې 4 سوه پکې ماشومان هم شامل وؤ.
پاکستاني چارواکو هغه مهال ویلي وؤ چې دغو سیلابونو هیواد کې د 900 اربو روپو نه زیات تاوانونه اړولي دي