لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د نهمې مې په پېښو کې په پوځي ودانيو د بريدونو په مقدمو کې نومول شوی


د پاکستان پخوانی وزيراعظم او تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د نهمې مې په پېښو کې په پوځي ودانيو د بریدونو ضد جوړو مقدمو کې نومول شوی دی. عمران خان لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې تور پورې کړی وو چې پلویان یې دغو بریدونو ته پارول شوي دي.

پاکستاني مطبوعات وايي عمران خان د شپږو پورې مقدمو کې نومول شوی دی. د رپورټونو ترمخه د استحکام پاکستان پارټۍ عون چودري په پاکستان تحریک انصاف د بنديز لګولو دپاره سپريم کورټ ته خواست کړی دی.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه عمران خان په پېنډۍ کې په پوځي مرکز [جي اېچ کيوڅ او استخباراتي ادارې حمزه کېمپ د بريدونو ضد جوړو مقدمو کې نومول شوی، د نهمې مې د پېښو نورې مقدمې د پنجاب صوبې په میانوالي، ګوجرانواله او نورو سیمو کې درج شوي عمران خان پکې شامل کړی شوی دی.

يادې مقدمې د ترهګرۍ د مادو لاندې درج دي. د ډان د رپورټ ترمخه په مقدمو کې د تعزيرات پاکستان 34مه ماده شامل کړی شوې او د پنجاب صوبې د پوليسو مشر په لارښوونه ټولو مقدمو کې د عمران خان نومولو ويل شوي دي.

د پنجاب پولیسو په رسمي ډول په دغه اړه څه نه دي ویلي. او نه عمران خان يا ګوند یې تازه پرمختګ ته کوم غبرګون ویلی دی.

پاکستان کې په نهمه مې د عمران خان د غبن په قضیه کې د نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

عمران خان ويلي، په حقيقت کې په نهمه مې د دوی پرضد سازش شوی وو.

د پاکستان حکومت ويلي د نهمې او لسمې مې د پېښو په تورونو کې یې د زرګونو په شمېره کې کسان نيولي او په پوځي، دفاعي ودانيو بريد کوونکو ضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.

په 26 جون د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چودري په خبري کانفرنس کې ويلي وو، د عمران خان د ګرفتارۍ خلاف د می په نهمه نېټه د احتجاجونو په مهال په تشدد کې په مبینه توګه د ککړو 102 کسانو مقدمې په پوځي عدالتونو کې شروع شوي دي.

په 26 مې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي وو، د نهمې مې د پېښو وروسته په ټول ملک کې 499 مقدمې [اېف ايي اررز] درج کړی شوي، 88 پکې د ترهګرۍ د مادو لاندې او پاتې د نورو مادې لاندې درج کړی شوي او د 33 کسانو قضيې پوځي چارواکو ته سپارل شوې وې.

هغه ویلي وو "په 499 مقدمو کې يواځې شپږ مقدمې، دوه په پنجاب او څلور په خېبرپښتونخوا کې دي، د هغو ممکنه اورېدنې به په پوځي عدالتونو کې کيږي".

د بشري حقونو فعال، ځينې سياسي مشران او وکيلان په پوځي عدالتونو اعتراض لري او وايي د نهمې مې د ورانکارۍ او تشدد په پېښو کې ککړو ټولو کسانو مقدمې دې په پوځي نه بلکې په سېول عدالتونو کې وچلولی شي.

د پاکستان پخواني چيف جسټس جواد ايس خواجه سره، د پاکستان ياد قانون پوهه وکيل اعتزاز احسن او پخواني وزیراعظم عمران خان په پوځي عدالتونو کې د ملکي خلکو ضد مقدمو چلولو خلاف سپريم کورټ ته خواستونه کړي وو. سپريم کورټ په پوځي عدالتونو کې د 102 کسانو د مقدمو تفصیل غوښتی دی.

په تحریک انصاف ګوند د بنديز لګولو خواست

په وروستيو کې د جوړ شوي ګوند استحکام پاکستان پارتۍ غړي عون چودري سپريم کورټ ته خواست کړی، چې په پاکستان تحریک انصاف ګوند دې بنديز ولګول شي.

عون چودري وړاندې په پاکستان کې تحریک انصاف ګوند کې پاتې شوی او د عمران خان نزدې تن ګڼل کېدو.

د رپورټونو ترمخه چودري په خواست کې ویلي، تحریک انصاف ګوند د رياست او ملکي ادارو ضد هلوځلو کې لاس لري، ځکه بنديز دې پرې ولګول شي.

تحریک انصاف ګوند د ياد خواست په اړه هم کوم غبرګون نه دی ویلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG