لاس رسیدونکی لینک

 
شهباز شریف: په سويډن کې د قرآن سپکاوي د پېښې څومره غندنه وشي کمه ده
تازه خبر

شهباز شریف: په سويډن کې د قرآن سپکاوي د پېښې څومره غندنه وشي کمه ده


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي په سويډن کې د قرآن د سپکاوي د پېښې چې څومره غندنه وشي کمه ده. هغه ويلي که داسې پېښه بيا وشوه د دوی نه دې بيا ګيله نه کيږي.

نوموړي د پنجشنبې- زیارت په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وېنا کې وويل، په سويډن کې د قرآن د سپکاوي د ناوړه پېښې په کلکه غندنه کوي، په سپيکر یې د يوې کمېټۍ جوړولو غږ کړی چې په نړیواله کچه سپارښتنې وليږي.

هغه ويلي، د سويډن پېښه په اصل کې د مسلمانانو او عيسايانو جنګولو سازش دی، د اسلاموفيا او اسلام پرضد کار دی، هغه زیاته کړې د سويډن حکومت به د دغې پېښې ځواب کوي چې ولې د داسې پېښو اجازت ورکوي.

د شهباز شریف په خبره د ملګرو ملتونو د عمومي سېکتر سره په دغه مسله د خبرو هڅه کوي او د عیسايي مذهب د کېتولیک مسلک روحاني مشر پوپ فرانسېس مننه کوي چې د قرآن مجید د سوځولو پېښه یې غندلې ده.

د پاکستان وزيراعظم په يو ټویټ کې سبا د جمعې په ورځ د قرآن د درناوي دپاره په ټول ملک کې د احتجاج اعلان کړی او په خلکو یې غږ کړی چې د قرآن د درناوي بېرغونه دې راواخلي او د کورونو نه دې راووځي.

د لوی اختر په ورځ د سويډن په پلازمېنه سټاک هوم کې د مرکزي جومات نه بهر 37 کلن عراقي سویډش سلوان موميکا نومي تن د احتجاج په توګه قرآن سوځولی او د دغه کار دپاره یې د پوليس نه اجازت غوښتی وو

د يادې پېښې پرضدد ترکي په شمول په ګڼو ملکونو کې احتجاجونه شوي دي. د رپورټونو ترمخه د سويډن حکومت دغه پېښه غندلې ده.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه په وروستيو کې د سويډن پولیس د قران په ضد مظاهرو دپاره د اجازت غوښتنو یو شمېر خواستونه رد کړي خو عدالتونو د پولیس فېصلې رد کړي، ویلي يې دي چې د پولیس فېصلې د رای د ازادۍ خلاف ورزي ده.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ 57 اسلامي ملکونو غوښتنه کړې وه چې د قران د بې حرمتۍ خلاف دې اجتماعي ګامونه واخیستل شي او د مذهب په بنیاد نفرت خپرولو خلاف دې نړیوال قانون استعمال کړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG