لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایچ آر سي پي او ایمنیسټي: تربت کې د دوو ځوانانو جبري تښتونه غندو، سمدستي دې خوشي کړل شي


واشنګټن ــــ د پاکستان د بشري حقونو تنظیم او ایمنیسټي انټرنېشنل د بلوچستان په تربت سیمه کې د دوو ځوانانو تازه "جبري تښتول کېدل" غندلي او له چارواکو یې سمدستي د هغوی د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده. د دوی د تښتونې خلاف نن په تربت کې احتجاج شوی.

رپوټونه وایي سالم بلوڅ او اکرام نعیم بلوڅ د جولای پر څلورمه ایران ته نیژدې د بلوچستان د تربت سیمې آبسر سیمې وړل شوي دي. دوی دواړه د پنجاب پوهنتون زده کوونکي وو.

د دوی د کورنۍ سرچینې وایي چې د ګل- دوشنبې او نهې- سه شنبې په منځنۍ شپه ناپېژانده وسلوالو کسانو په ساده جامو کې د سالم بلوڅ کور محاصره کړی او هغه یې له ځانه سره وړی دی.

د پاکستان د بشري حقونو تنظیم د پنجشنبې- زیارت په ورځ د دغو دوو ځوانانو ورکېدل د جبري بې درکۍ پېښه بللې او په "کلکه یې غندلې" ده. ایچ آر سي پي پر خپل ټویټر لیکلي چې دوی "په مبینه توګه د امنیتي ادارو کسانو تښتولي" دي.

ایچ آر سي پي وایي په پنجاب پوهنتون کې د تاریخ د څانګې د زده کوونکي سالم بلوڅ او د هغه د ملګري اکرام بلوڅ د ژر تر ژره خوشي کېدو او د دوی له "تښتوونکو" سره د حساب غوښتنه کړې ده:

"موږ په ځانګړې توګه له تربته د داسې پېښو د خبرونو په زیاتوالي ډېر زیات اندېښمن یو او له دې ښکاري چې د خلکو په جبري لادرکۍ کې لاس لرونکي کسان ازاد پرېښوول شوي دي".

د سالم بلوڅ د تره زوی بیبګر امداد وي او اې ته وویل، چې د جولای پر څلورمه په پینځو موټرو کې څه کسان د سالم کور ته ورغلي او وایي تر دېوالونو ور اوښتي او هغه یې په زور له ځانه سره بېولی دی.

بیبګر وایي‌ د سالم د کورنۍ کسانو له ورغلیو کسانو سره د مزاحمت هڅه وکړه، خو وایي هغوی یې یوه خبره هم ونه منله او ډاډ یې ورکړ چې تر پوښتنو ګروېږنو وروسته به یې بیرته خوشی کړي، خو وایي د دوو ورځو پر تېرېدو باوجود نه پوهېږي چې سالم چېرې او په څه حال کې دی.

د تربت ضلعي چارواکو، پولیسو او د بلوچستان حکومت لا تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

خپله د سالم بلوڅ د تره زوی بیبګر امداد بلوڅ هم تېر کال په ساده جامو کې ځینو کسانو د پنجاب پوهنتون له هاسټله وړی وو او بیا د بشري حقونو او زده کوونکو د تنظیمونو تر اعتراضونو او غوښتنو وروسته یې بیرته خوشي کړی وو.

د ایمنیسټي انټرنېشنل د جنوبي اېشیا څانګې هم د سالم بلوڅ او اکرام نعیم بلوڅ د لادرکۍ پر پېښه ژوره اندېښنه ښکاره کړې او او له پاکستاني چارواکو یې په یو ټویټ کې غوښتي چې د دواړو ځای دې وښیي چې چېرې دي.

ایمنیسټي وایي که دغه ځوانان له پاکستاني چارواکو سره وي سمدستي دې یې خوشي کړي او یا دې یې ژر ملکي عدالت ته وړاندې کړي چې د هغوى د بند د قانوني کېدو په اړه پرېکړه وکړي:

"که سالم او اکرام همداسې په بند کې وي باید په نړیواله کچه د پېژندل شوي جرم تور پرې ولګول شي او پرته له دې چې د مرګ سزا ته لاره هواره شي په ملکي عدالت کې دې پر انصاف ولاړه مقدمه پرې وچلول شي او قانوني لاره خپله کړل شي".

نن په تربت ښار کې د دغو دوو ځوانانو سالم بلوڅ او اکرام بلوڅ په ګډون د نورو هغوی کسانو د خوشي کېدو لپاره احتجاج شوی چې د دوی په وینا په جبري توګه بې درکه دي.

دغه احتجاج په تربت کې د بلوڅ زده کوونکو تنظیم کړی چې په لسګونو ځوانانو او پېغلو پکې ګډون کړی وو. دوی د احتجاج پر وخت اکثرو مخونه په ممکنه توګه د جبري ورکېدنې له ډاره په څادرونو او ماسکونو پټ کړي وو او په لاسونو کې یې شعارپاڼې را اخیستې وې چې پرې د جبري بې درکه کسانو عکسونه جوړ وو او د هغوی د خوشي کېدو غوښتنې پرې لیکل شوې وې.

د بې درکه بلوڅانو لپاره ږغ پورته کوونکی تنظیم وایي، له بلوچستانه تر اوسه پورې د ورکو کسانو شمېر اووه زره تنو ته نیژدې دی چې وایي په هغوی کې له 2019م کاله تر اوسه پورې شاوخوا 640 کسان بیرته خوشي شوي دي.

د پاکستان حکومت او امنیتي ادارې تل په بلوچستان کې د خلکو په جبري بې درکۍ کې د امنیتي ادارو لاس لرل ردوي. امنیتي ادارې وایي د بې درکه بلوڅانو په فهرست کې چې کوم کسان اچول شوي په هغوی کې اکثر بهر هېوادونو ته تللي دي.

د بلوچستان حکومت وایي د دوی په هڅو تر اوسه پورې تر 400 زیات بې درکه شوي کسان خوشي شوي او خپلو کورونو ته راغلي دي او وایي د نورو د خوشي کېدو لپاره یې هم هڅې روانې دي.

یادونه:- په رپوټ کې ځینې معلومات د وي او اې اردو د خبریال غلام مرتضی زِهري له رپوټه اخیستل شوي دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG