لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا پخوانی ځانګړی استازی او ډیپلوماټ جیمز ډوبینز په 81 کلنۍ کې مړ شو


واشنګټن ــــ افغانستان او پاکستان لپاره پخوانی د امريکا ځانګړی استازی، پخوانی امریکایي ډیپلومات، د هیواد د جوړونې کارپوه، جیمز ډوبینز د 81 کلونو په عمر کې مړ شو.

ما د نوموړي سره وايس اف امريکا ډیوه لپاره ډېرې مرکې کړې او ماته هغه د یو ښه ډیپلومات او د يوریښتیني انسان په توګه ياد دی. روح یې ارام شه.

له هغه سره زما لومړۍ مرکه په 2013م کال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په ودانۍ کې هغه مهال وه چې د افغانستان او پاکستان لپاره د ولسمشر اوباما ځانګړی استازی جوړ کړی وو.

زما ډېر ښه په ياد دي چې کله په کال 2013م کې ما ترې د مرکې په وخت د افغانستان په اړه پوښتنه وکړه چې د کورنۍ جګړې له خطر سره مخ دی، هغه وویل:

"اوس هم په افغانستان کې کورنۍ جګړه روانه ده". د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي د نوموړي څرګندونې رد کړې او هغه يې بې بنياده بللې وې.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي خلکو ماته وویل “اندېښنه مه کوئ، دا پوښتنه نه ده چې غبرګونونه رامینځته کوي، مسله په ځواب کې وه.”

د جېمز ډوبينز قد لوړ وو او کله چې ما به ورسره مرکه کوله نو باید مناسب ځای ورته پیدا کړم ځکه چې هغه هم لوړ او زه هم په قد لوړ یم او په سټوډيو کې به ډېر په مشکله سره کيمرې ته سم کښېناستو.

د یو خبریال په توګه زما خيال دی چې ډیپلوماټان اکثر خپل شخصي فکر د دولتي ګټو سره سموي، خو جیمز ډوبینز به د ځمکني حقيقت په اساس خپل فکر جوړولو، د يو داسې تن په ډول څوک چې د ځمکنیو حقيقتونو سره ډېره پوهه لري.

د افغانستان او پاکستان د سیمې لپاره د یوه امریکایي ډیپلوماټ په توګه د هغه ترټولو ستره لاس ته راوړنه د 9/11 له بریدونو وروسته د بون تړون کاميابي وه.

دا کانفرنس په جرمني کې له هغې وروسته جوړ شو کله چې امريکا د طالبانو حکومت ړنګ کړ او بيا افغانستان لپاره د موقتي حکومت ټوله اډاڼه جوړول وو. دغه تړون په افغانستان کې د یوه جمهوري حکومت لپاره بنيادي اډاڼه جوړه کړه.

هغه د څېړنې ادارې Rand Concentration کې کار کولو او تر دې چې د هغه ښه صحت نه وو او تل به یې د مرکو لپاره زما غوښتنه منلې وه.

هغه يو تجربه لرونکی ډیپلوماټ وو او مطبوعات ليکي چې د ملګرو ملتونو پخواني عمومي سيکتر کوفي عنان هغه د قام جوړونې د هنر یو له تکړه شخصيتونو په توګه ياد کړی وو.

هغه د قام جوړونې په اړه کتابونه لیکلي، د يو کتاب نوم یې دی “د ملت جوړونې لپاره د پیل لارښود" (2007)، یو جامع لاسي کتاب دی چې د جګړې وروسته د بیارغونې په اړه د 24 مختلفو ناکامه هيوادونو يا ځايونو قيصه ده.

د مطبوعاتو د رپوټونو له مخې ډوبینز په 1942م کال کې په نیویارک ښار کې زېږېدلې وو او په سمندري ځواک کې له خدمت وروسته یې د يو ډیپلوماټ په توګه کار پيل کړو.

څېړونکي وایي د ښاغلي ډوبینز د ډیپلوماسۍ او ملت جوړونې خدمات به نړۍ تلياد ساتي او ګټه به ترې اخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

امریکا د اسرایل او حماس ترمنځ تړون کې پراخه ګټې ویني
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG