واشنګټن - د ملګرو ملتونو د خوراک نړيوالې ادارې ورلډ فوډ پروګرام (ډبليو اېف پي) چارواکي وايي افغانستان د بشري ناورين سره مخ دی او په لسو کورنيو کې نهه داسې دي چې پوره خوراک نه مومي خو تر ټولو ډېرې بدې اغېزې يې په ماشومانو او حامله ښځو کيږي.
د يادې ادارې مشر کارل سکاو وي او ای ته په يوه مرکه کې ويلي په افغانستان کې بشري حالت ډېر خراب دی او ډبليو اېف پي ته به يو بيلين ډالره مرستې پکار وي چې د ابادۍ د ژمي خوراک پرې پوره شي.
سکاو د وي او ای خبريال وحيد فيضي ته ويلي "مونږ تر اوسه د دې پيسو يواځې لس فيصده برخه پوره کړې ده".
هغه تېره مياشت د افغانستان سفر کړی او وايي ادارې ته يې د ټولو لويه ننګونه بې وزله ډلو او په خاصه توګه ماشومانو او ښځو ته ځان رسول دي ځکه طالبانو ښځې د کار کولو نه منع کړي چې ورسره حالت نور هم پېچيده شوی دی.
د وي او ای دې پوښتنې ته چې تاسو په افغانستان کې څه وليدل، سکاو وایي دی په خپل سفر کې کابل او پروان دواړو صوبو ته تللی دی:
"زه وتوانېدم چې ښاري او کليواله ابادي ووينم. زه ګڼم چې حالات ګډ وډ دي، خو زه د افغانانو، په شمول د ښځو، مدافعت او ژمنتيا متاثر کړم چې دوی په مخ تلل غواړي".
هغه وويل "ما وليدل چې د ډبليو اېف پي د مرستې کار کوي. سره د مشکل حالاتو او په هغې کې د کار کولو باوجود مونږ لار مونده کوو چې خلکو ته ورورسوو. د خلکو او په خاصه توګه د ښځو سره چې مې خبرې وشوې، پيغام يې روڼ دی او راته يې ويل تاسو زمونږ نه مه ځئ او خپل کار ته دوام ورکړئ. مونږ هم ژمن يو چې هغلته پاتې شو او مرستې وکړو".
سکاو وايي ادارې ته يې تر ټولو غټه مسله د فنډ کمی دی، وایي دوی متبادل پلان نه لري او بايد چې څه لار راوباسي او کار وکړي. سکاو وایي دوی تېر کال پوره مرستې موندلې وې او ویې کړی شول د ژمي نه ووځي:
"مونږ نزدې شل ميلين خلکو ته ځان ورورسولو چې د ابادۍ نيمه برخه ده. مونږ په ډسمبر، جنورۍ او فيبرورۍ کې ديارلس ميلين خلکو ته خوراک ورکړو. مونږ په مارچ کې دغه کچه اته ميلين ته راکمه کړه. اوس مونږ په می کې پينځو ميلين ته راکمه کړه. مونږ هره هڅه کوو او هر در ته ځو چې څنګه فنډونه جمع کړو او د ژمي ضرورت پرې پوره کړو".
دې پوښتنې ته چې اورېدل کيږي په ځينو سيمو کې طالبان د وېش په برخه کې مداخلت کوي او ځان ته مرستې اخلي، سکاو وويل هغه نه شي کولی هر ثبوت ته ورسيږي خو ولې هغلته ننګونې شته. "په ښځو دا ورستي بندېزونه چې کار به نه کوي مشکل پيدا کوي ځکه ادارې ته يې د ښځو کارمندانو ضرورت دی. مونږ غواړو چې ښځې هم کار او هم مرستو ته برابر لاس رسی ولري او د جنس په بنياد زياتی ونه شي".
د ډبليو اېف پي مشر وويل ادارې يې د ښځو د کار په برخه کې بدلون نه دی کړی، نه يې څوک د کار نه لرې کړي او نه يې د ښځې په ځای کوم سړی ګمارلی. "په ځينې صوبو کې ښځې په بيلا بيلو برخو کې کار کوي او مونږ څه نه څه لار اوباسو ځکه دا مونږ ته ډېره مهمه ده".